1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند د کشمير د ځانگړي حیثيت د ختمولو پريکړه عملي کړه

۱۳۹۸ آبان ۹, پنجشنبه

د هند تر ولکې لاندې کشمير په رسمي توگه په دوو برخو وويشل شو او په دې توگه جمو او کشمير او لداخ اوس دوه بیلې سيمې دي چې چارې به یې په مستقیم ډول د نوي ډهلي حکومت سنبالوي. دا پريکړه يو وار بيا ناکراري رامنځته کولی شي.

https://p.dw.com/p/3SHa6
Indien spaltet Bundesstaat Jammu und Kaschmir in zwei Teile - Feier in Ladakh
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Saaliq

د حکومت په حواله له چين سره پر سرحد پرته د لداخ سيمه چې اکثريت وگړي یې بودايي مذهبه دي، د جمو او کشمير د پاتې سيمې څخه جلا کړل شوې ده. په لداخ سيمه کې د هند د حکومت د دې پريکړې تود هرکلی وشو. د دواړو سيمو نويو واليانو هم په يو وخت لوړه وکړه. د هند هندو ملت پاله حکومت غواړي چې په دې گام سره د هند تر ولکې لاندې کشمير کې خپل کنترول لا پسې پياوړی کړي.

نیونې او د انترنت پرې کول

د هند حکومت په اگست میاشت کې کله چې یې د کشمیر ځانگړې نيمه خپلواک حیثيت لغوه ک، د مظاهرو د مخنيوي په موخه جمو او کشمير ته په لسونو زره عسکر واستول. هغه وخت د يو شمير سياسي شخصيتونو په گډون په زرونو انسانان ونيول شول.

اوس، درې مياشتې وروسته هم په کشمير کې په سلهاو انسانان چې هغه وخت نيول شوي ول، بنديان دي. په ډېرو سيمو کې انترنت ته هم لاس رسۍ نه شته. د رپوټونو په حواله د مظاهرو او له وسله والو ډلو سره د تاوتريخوالي په ترڅ کې په دې تیرو دريو مياشتو کې لږ تر لږه ۱۲ انسانان وژل شوي دي. په ډېرو سېمو کې ښوونځي هم لا تړلي دي.

د هند لومړي وزير نريندرا مودي، په خپل پلرني ټاټوبي گجرات ایالت کې ويلي چې د کشمير مسلمان اکثريت میشته سيمه به اوس يو «ځلاند راتلونکې» ولري. هغه زياته کړه چې په تېرو دريو لسيزو کې په دغه کړکیچ ځپلې سيمه کې ۴۰ زره انسانان د  «ترهگرۍ» قرباني شوي دي.

د هند حکومت د اگست مياشتې په پنځمه نيټه د کشمير ځانگړی نیمه خپلواک حیثيت ختم کړ او د مظاهرو او احتجاجونو له ویرې یې هلته پر تګ راتګ بندیز اعلان کړ.

په ۱۹۴۷م کال کې د بريتانوي هند تر آزاديدو وروسته هند او پاکستان د کشمير پر سر په لانجه کې ښکيل دي او تر اوسه یې ترمنځ پر همدې لانجه دوه جنگونه هم کړي دي.

Pakistan Kaschmir Protestmarsch
د هند د پريکړې پر ضد د اکتوبر پر پنځمه نیټه هم لويه مظاهره شوې وهانځور: Reuters

د ۱۹۸۹م کال راهيسې یو شمير اسلامي ياغي ډلې ځيني یې د کشمير د آزادۍ او ځيني یې د دې سيمې د پاکستان سره د يوځای کیدو له پاره وسله واله مبارزه کوي. د دې سيمې يوه برخه د چين تر کنترول لاندې ده.

ميرکل په هند کې ده

هند ته د آلمان د لومړۍ وزیرې انگلا ميرکل، د سفر په ترڅ کې به د بشري حقونو موضوع هم ياده شي. ميرکل غواړي چې د خپلو ملاقاتونو پر وخت په ښکاره ډول له ديموکراسۍ او بشري حقونو ملاتړ وکړي.  د آلمان د حکومت له خوا ويل شوي چې د هند او پاکستان ترمنځ تړنگلې اړيکي او همدا راز په کشمير کې د وضيعت په اړه انديښنه لري.

په نوي ډهلي کې د هند او آلمان ترمنځ د حکومتي سلا مشورو په پنځمه دوره کې به چې میرکل پکښې له څوو وزيرانو سره گډون کوي، يو شمير تړونونه هم لاسليک شي. اقتصادي او تجارتي اړيکي، د ساينسي نوښتونو او ديجيتالي کيدو او همدا راز د اقليم او پايدارې پراختيا موضوگانې به مهمې وي. د بهرني سياست او داخلي امنيتي سياست  په اړه به هم خبرې وشي.

آلمان په اروپايي ټولنه کې د هند تر ټولو ستر تجارتي شريک دی. میرکل د هند سره د اړيکو په اړه وويل: «موږ غواړو خپلې دوې اړخیزې اړیکي نورې هم ژورې کړو.»

bs/ms (dpa,afp)