1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

هند د پاکستان «جاسوسه کوتره» آزاده کړې

۱۳۹۹ خرداد ۱۱, یکشنبه

هندي چارواکو هغه یوه کوتره بیرته خوشې کړې ده چې شک کیده د کشمیر د جنګیالیو له پاره جاسوسي کوي. د چارواکو په وینا پر لاین اف کنټرول د شخړې له امله د دا ډول هر یو شي نیول یو غیر عادي کار نه دی.

https://p.dw.com/p/3d3rC
BdT mit Deutschlandbezug l Taubenzüchter in Kamen
انځور: picture-alliance/dpa/F. Strauch

د هندي چارواکو په حواله دغه کوتره یي د دې له پاره نیولې وه چې په پښه کې یې پر یوې ګوتمۍ یا کړه کې اعداد او ارقام لیکل شوي وو. چارواکو شک کړی وو چې ګوندې دا شمیرې به په کشمیر کې د جنګیدونکو جنګیالیو له پاره کوم رمز یا خفیه پيغام وي.

خو د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې د حبیب الله په نوم یو کس چې ځان د دې کوترې څښتن بولي او څو ورځې مخکې یې د هند له لومړي وزیر څخه غوښتنه کړې وه چې دغه کوتره دې ورته بیرته وسپاري، ویلي دي چې دغه شمیرې په اصل کې د هغه د تلیفون نمبر دی او د دې له پاره یې لیکلې چې د کوترې د ورک کیدو په صورت کې ورسره ارتباط ونیولی شي.

د حیبیب الله په خبره دې کوترې ته یي د کوتربازۍ په یوه ټورتمنټ کې د ګډون کولو له پاره روزنه ورکوله چې په تیروتنې سره له لاین اف کنترول يعنې د کشمير د بېلونکې کرښې څخه اوښتې ده.

د هند د سیمه ایزو پولیسو په حواله له دې کوترې څخه کوم شکمن شی ترلاسه شوی نه دی. نو له همدې امله یي بیرته خوشې کړې ده. خو چارواکو دا نه دي ویلي چې دغه کوتره یې چیرته خوشې کړې او آیا بیرته خپل اصلي خاوند ته رسیدلې ده او که څنګه؟

په همدې منځ کې پاکستاني پوځ په کشمیر کې لاین اف کنترول يعنې د کنترول کرښې ته نږدې سیمه کې د هند د یوې جاسوسي بی پيلوټه الوتکې د رانسکورولو ادعا کړې ده.

د پوځ یوه ویاند ویلي دي چې دغه بی پیلوټه الوتکه د جمعې په ورځ هغه وخت را نسکوره کړای شوه کله چې ۷۰۰ متره د پاکستان په فضایي قلمرو کې داخله شوې وه. پاکستاني پوځ مخکې تر دې د می میاشتې په ۲۷مه نیټه هم په همداسې یوه بله پيښه کې د هند د یوه ډرون د را نسکورولو ادعا کړې وه.

دویچه ویله اردو: ش.ن/ ن.ص

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: