1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنههندوستان

هند: د يوه پُل د نړیدو له امله څه د پاسه ۱۴۰ تنه مړه سوي

۱۴۰۱ آبان ۹, دوشنبه

د هند په لویدیځ کي پر یوه سیند باندي دهوایی پله د نړیدو له امله د مړه سوو کسانو شمیر ۱۴۱ ته لوړ سوی دی. د نړيدو پر وخت پر پُل د يوه مذهبي جشن د لمانځنې په موخه په سلهاو کسان راټول شوي ول.

https://p.dw.com/p/4IsCX
Indien Einsturz einer Hängebrücke in Gujarat
انځور: K K Productions/AP Photo/picture alliance

په هند کي یو هوایی پُل هغه وخت ونړید چي هلته په سلونو کسانو حضور درلود. ځایی چارواکو خبر ورکړی چي تر بیارغوني وروسته لا له نوموړي پُل څخه استفادې ته اجازه نه وه ورکول سوې.

د NDTV په نامه ځایی تلویزیوني رسنۍ رپوټ ورکړی چي شاوخوا ۱۷۷ کسان ژغورل سوي دي. د کښتیو په مرسته د ژغورني عملیات لا دوام لري. دغه غمجنه پیښه د ځایی وخت له مخي د یکشنبه په ماښام د گجرات ایالت د موربي په سیمه کي رامنځته سوه. ډیری قربانیان اوبو ته لویدلي دي. ویل کیږي چي د ماچهو پر سیند د پلي کسانو له پاره جوړ سوی پُل تر میاشتو بیارغوني کارونو وروسته ، فقط یوڅو ورځي مخکی پرانیستل سوی وو.

Indien Einsturz einer Hängebrücke in Gujarat
د هند په گجرات کی د یوه هوایی پُل د نړیدو په نتیجه کی ۱۸۰ تنه ژغورل سوي ديانځور: AA/picture alliance

نوموړی پُل په ۱۹ مه پیړۍ کي جوړ سوی وو، یعنی هغه وخت چي هندوستان لا د بریتانیې مستعمره وو.د دغه پُل د نړیدو پروخت د ځایی رسنۍ په حواله په سلهاوو کسانو شتون درلود. ډیریو یې د هند د چات پوجا په نامه مذهبي جشن چی له لمر څخه درناوی دی، لمانځنه کوله.

د ټولنیزو رسنیو په تصویرونو او ویدیو ګانو کي ښکاري چي څرنگه ډیری کسان پر پله باندي منډي وهي. نوري ویدیو گاني بیا ښیی چي څرنگه دغه پُل په نیمایی برخه کی نړیږي او خلک ورباندي ځانونه ځوړند کوي تر څو اوبو ته ونه لویږي. ځینو یې ځانونه د پُل پر ټوټو ځوړند کړي او ځیني نور بیا هڅه کوي چي ځانونه د اوبو غاړي ته رسوي. 

Indien | Brückeneinsturz
په گجرات کی د یوه پُل د نړیدو له امله ډیریو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.انځور: Sam Panthaky/AFP

ددغه پُل د نړیدو اصلي علت لا معلوم نه دی ، په دې هکله پلټني رواني دي. د NDTV رسنۍ ته د چارواکو یوه ځایی استازي ویلي چي مسوولو کسانو تر بیارغوني وروسته دغه پُل سم نه وو امتحان کړی او له هغه څخه استفادې ته یې لا اجازه نه وه وکړې.د رسنیو په رپوټونو کي راغي چي امکان لري د دغه پُل جوړښت د دومره ډیرو کسانو زوراو طاقت نه دی راوړی.

د هند د لومړي وزیر نریندا مودي دفتر او همدارنگه د گجرات ایالت ځایی حکومت د قربانیانو کورنیو ته د جبران خسارې د ورکولو وعده ورکړې ده.

GP/BS/AG