1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هند: د يوه تونل د نړېدو په پيښه کې ۴۰ کارګر بند پاتې دي

۱۴۰۲ آبان ۲۲, دوشنبه

د هند په اتراکهند کې د يوه تونل د جوړولو پر مهال یې د سقوط له کبله لږ تر لږه ۴۰ کارکوونکي له تېرو ۲۴ ساعتونو راهېسې بند پاتې دي چې د ژغورنې چارې یې دوام لري. دا تونل د لومړي وزير مودي د سړکونو د پروژې مهمه برخه ده.

https://p.dw.com/p/4YjWl
Uttarakhand Tunnel Symbolbild
انځور: Indo Tibetan Border Police/AP Photo/picture alliance

په هند کې د ژغورنې عمله له يوه رالوېدلي تونل څخه د تقريباً ۴۰ هغو ساختماني کارګرو د ژغورنې هڅې کوي چې له يکشنبې ورځي سهار راهېسې بند پاتې دي. د اتراکهند د اتر کاشي سيمې دغه تونل د جوړېدو په حال کې وو.

د دغه ایالت د بحران مديريت ادارې يوه کارکوونکي درګيش راټهودي، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د څلور نيم کيلومتره اوږده تونل کابو ۲۰۰ متره ساحه رالوېدلې ده. 

نوموړي زياته کړې: «تقريباً ۴۰ يا ۴۱ کارکوونکې دننه بند پاتې دي. تر خرابيو لاندې د يوه پایپ له لارې آکسيجن ور رسول کيږي خو په داسې حال کې چې ژغورونکي د خنډونو د لېرې کولو هڅه کوي، نوره ملبه لاندې را ښوېږي.»

د هندي رسنيو د رپوټونو په حواله چارواکو ویلي دي چې بند پاتې کارکوونکي خوندي دي او تماس ورسره نيول شوی دی. د چارواکو په حواله په تونل کې د اوبو د پايپونو له لارې کارکوونکو ته آکسيجن انتقاليږي.

دا تونل د هند د لومړي وزير نريندر مودي د يوې پروژې مهمه برخه ده. دا پروژه د «چار دهام پروژې» په نوم ياديږي او موخه یې دا ده چې په هېواد کې د هندوانو مشهورو مذهبي ځايونو ته د خلکو لاس رسی آسانه شي. پر دې سربیره د چين له سرحد سره سيمو سره د تماس ښه کول يې هم موخه ده.

هند په کشمير کې هم د تونلونو او سرنګونو جال خپور کړی دی
هند په کشمير کې هم د تونلونو او سرنګونو جال خپور کړی دیانځور: Yawar Nazir/Getty Images

د ژغورنې هڅې څرنګه پر مخ رواني دي؟

د سيمه ایزو رسنیو په حواله د ژغورنې په عملياتو کې کابو ۱۶۰ کسان شامل دي.

راټهودي وويل چې بندو پاتو کسانو ته د يوه ټيوب له لارې پېغام استول شول او ډاډ ورکړل شوی دی چې «ستاسې د ژغورنې له پاره هر ډول هڅې رواني دي.»

نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «تر اوسه له دننه د دې پېغام ځواب نه دی ورکړل شوی.»

د اتراکهند ايالتي لومړي وزير پشکر سنګ دهامي، د ټولنیزو رسنيو په يوه پېغام کې د کارکوونکو د خونديتوب له پاره دوعا کړې ده.

نوموړي د فيسبوک د يوه پېغام له لارې ویلي: «زه د پېښې په ځای کې له موجودو چارواکو سره په تماس کې يم او وضعيت په دوامداره توګه څارم. ما له دوی غوښتنه کړې ده چې خپلې هڅې کړندۍ کړي. زه دوعا کوم چې ټول په خوندي توګه وژغورل شي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP, dpa)