1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: د بس په ټکر کې لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي

۱۴۰۲ تیر ۱۰, شنبه

د هند په مهاراشترا ایالت کې په یوه ترافيکي پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپيان دي. دغه مرګ ژوبله وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې د شنبې ورځې په لومړيو ساعتونو کې یو مساپر وړنکي بس ټکر وکړ او بیا ېې اور واخیست.

https://p.dw.com/p/4TIjR
د ترافيکي پېښې د ځای انځور - شنبه د ۲۰۲۳م کال د جولای لومړۍ نيټه، هندوستان مهاراشترا ایالت
د ترافيکي پېښې د ځای انځور - شنبه د ۲۰۲۳م کال د جولای لومړۍ نيټه، هندوستان مهاراشترا ایالتانځور: Gajanan MEHETRE/AFP

ځايي پولیسو د رويټرز همکار تلویزيون، ANI، ته وويل: «دغه بس له ناګپور څخه پونې ته پر لاره وو چې د شپې شاوخوا ۱ بجه او ۳۵ دقېقې ېې د سامروډهي مهامارګ پر لويه لار، ټکر وکړ، چې ورپسې د بس د ډېزلو ټانکۍ اور واخیست.»

پولیسو زیاته کړه: «ډیری کسان د سوځيدو له امله مړه شوي دي.»

ورته مطلب:د هندوستان دوو جنګي جیت الوتکو ټکر کړی؛ يو پيلوټ مړ دی

د هند په مهاراشترا ایالت کې په یوه ترافيکي پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپيان دي. دغه مرګ ژوبله وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې د شنبې ورځې په لومړيو ساعتونو کې یو مساپر وړنکي بس ټکر وکړ او بیا ېې اور واخیست.

د مهاراشترا ایالت د لومړي وزير مرستیال، دويندرا فرنوېس، پر ټويټر لیکي چې په دغه ترافيکي پېښه کې ۲۵ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپیان دي.

د یاد ایالت لومړي وزیر ایکنات سیند او د هندوستان صدراعظم، نریندرا مودي، هم په جلاو ټويټونو کې پر پېښه خپل خپګان ښکاره کړی دی. دوی هرې قرباني کورنۍ ته د ملاتړ په موخه د ۷ لکه هندي روپيو (۸۵۰۰ امریکايي ډالرو) د ورکړې اعلان کړی.

ورته مطلب:هند: د اورګاډو ټکر کې کابو ۳۰۰ تنه مړه، ۸۵۰ ټپيان دي

هند یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د ترافيکي قواعدو په ښه توګه د نه مراعاتولو، خرابو لارو او د موټرو زوړالي په څېر مواردو له کبله په کې ترافيکي پېښې ډېرې رامنځ ته کيږي چې ډېری وخت درنې مرګ ژوبلې هم له ځانه سره لري.

تېره میاشت په دغه هیواد کې د اورګاډو په ټکر کې شاوخوا ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۸۵۰ نور ټپيان شول. هغه وخت صدراعظم مودي ويلي وو چې په پېښه کې پړ کسان به مجازات شي.

mks/mns/(Reuters)

له آرشیف څخه د هندوستان په تړاو یو انځوریز البوم: