1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هند ته له طالبانو سره مستقیمې خبرې کول په کار دي»

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبداالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې په پام کې نیولو سره په افغانستان کې د هند پخوانی سفیر په دې نظر دي چې په نوي دهلي کې دې حکومت له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/3cRk1
Katar Doha Vorbereitungen Unterzeichnung Friedensvertrag USA und Taliban
انځور: DW/A. Farahmand

په افغانستان کې د هند پخواني سفیر ویویک کاټجوکا، ویلي دي چې هند ته د افغانستان او طالبانو په هکله د پالیسۍ د بدلولو اړتیا ده، او له طالبانو او نورو سیاسي ډلو سره ډانګ پيلې خبري کول په کار دي.

ویویک کاټجو ویلي دي چې اوسني سیمه ایز او نړیوال وضعیت ته په کتو سره د هند له پاره اړینه ده چې په افغانستان کې له ټولو سیاسي ډلو سره د اړیکو ټینګولو هڅې وکړي او آن له هغو ډلو سره هم اړیکه ونیسي چې په هکله یې داسې انګیرل کیږي چې د پاکستان په غیږ کې دي. د کاټجو په خبره د اړیکو ټینګولو او خبرو اترو هیڅکله دا معنی نه وي چې تاسو د هغوی کړنلاره منئ.

دا خبره د یادولو وړ ده چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، نوي دهلې ته د سفر په ترڅ کې له یوې هندۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وو: «هند ته له طالبانو سره مستقیم مذاکرات کول په کار دي او د ترهګرۍ په اړه د خپلو اندیښنو په هکله مستقیمې خبرې اترې وکړي.»

زلمي خلیلزاد ویلي وو چې هند د افغانستان په اقتصادي وده او بیا رغاونه کې ډیر ښه نقش لوبولی، خو پر دې سربیره هم د افغانستان په اړه د نړیوالۍ دیپلوماسۍ په ترڅ کې ورته کوم مقام نه دی حاصل او متحده ایالات غواړي چې هند په افغانستان کې زیات فعالیت ترسره کړي.

ویویک کاټجو په یوه مطلب کې لیکلي دي چې د هند د امنیتي او بهرنۍ پالیسي جوړونکو ته پر دې خبره غور کول په کار دي چې کله متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ په دوحه کې یو توافق لاسلیکیده، چې په پایله کې یې په افغانستان کې احتمالا یو نوی وضعیت رامنځ ته کیدونکی دی، نو هند په کې ولې پر ګډون کولو فکر ونه کړ. د کاټجو په خبره له دې خبرې په هیڅ صورت انکار ممکن نه دی چې په افغانستان کې رامنځ ته کیدونکي تحولات د هند پر ګټو په ځانګړې توګه امنیتي اندیښنو باندې مستقیم اغیز لري.

د کارپوهانو په آند په تیرو اتلسو کلونو کې هند د افغانستان په اقتصادي پرمختګ او بیا رغاونې په برخه کې ډیر څه کړي دي، خو د افغانستان په اړه د نړیوالۍ دیپلوماسۍ په برخه کې یې ترې کومه ګټه نه ده اخیستې.

په عین وخت کې هند په افغانستان کې د محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې هرکلی کړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې د سولې د مصالحې عالي شورا په رامنځ ته کیدو سره په افغانستان کې د پایداره سولې او امن د ټینګښت له هڅو سره مرسته وکړه.

جاوید اختر، نوی دهلی