1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند: د یوه روغتيايي کلینک او یوې لیسې پر ودانيو بمباري شوي

۱۴۰۰ مرداد ۱۷, یکشنبه

د هلمند ولایتي شورا وايي چې د هوايي بریدونو په پایله کې د یوه روغتيايي کلینیک او د یوې لیسې ودانۍ له منځه تللي دي. د کندز په اړه ويل کيږي چې د ښار اکثریت سيمې طالبانو لاس ته لويدلي دي.

https://p.dw.com/p/3yhw4
Zentrum von  Lashkar Gah, Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/W. Kohsar

اسوشتید پریس خبري آژانس د هلمند د ولایتي شورا د غړي مجید آخوند له قوله ليکي چې د یوه روغتيايي کلينیک او يوې ليسې ودانۍ، د هلمند مرکز، لشکرګاه ښار د پوليسو د اوومې حوزې په مربوطاتو کې بمباري شوي دي. مجید آخوند زياتوي چې دغه سیمه اوس د طالبانو په کنترول کې ده، له همدې کبله په پيښه کې رامنځ ته شوي تلفات هم کیدای شي د طالبانو له وجې رامنځ ته شوي وي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم په يوې اعلاميه کې تائيد کړې ده چې د هلمند مرکز لشکرګاه ښار په ځينو برخو کې يې بمبارۍ کړي دي. خو وزارت وايي چې د دوی ځواکونو د طالبانو موقعیتونه په نښه کړي چې په نتیجه کې يې ۵۴ طالب جنګيالي وژل شوي او ۲۳ نور يې ټپيان کړي دي.

د هلمند د عامې روغتيا رياست یوه چارواکي، ډاکټر احمد خان ویاړ وويل چې پر کلينیک شوي بمبارۍ کې یو نرس وژل شوی او د کلینیک یو ساتونکی ټپي شوی دي.

طالبانو د وروستيو اوونيو په جریان کې د هلمند مرکز په ګډون د یو شمیر مهمو ولایتونو لکه هرات او کندهار پر مرکزونو باندې خپلې حملې ډيرې کړي دي. دغې ډلې په شمال کې هم ورته حملې درلودلي او یوازې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې يې د کندز، جوزجان او سرپل ولایتونو مرکزونه نيولي دي.

د کندز د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني اسوشتید پریس ته ويلي دي چې طالبانو د کندز ښار د پولیسو له لسو امنيتي حوزو څخه ۹ يې نيولي دي. کندز ښار نن يکشنبه طالبانو ونيوه.

د کندز ښار يوه اوسیدونکي ۲۵ کلن محراب حکيمي دويچه ویله سره په خبرو کې وويل چې په ښار کې يو شمیر دوکانونه لګيدلي، ملکیانو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. په ټولنيزو رسنيو کې د کندز ښار د ځينو سیمو د سوځيدلو دوکانونو او ودانيو انځورونه خپاره شوي دي. د حکيمي په وینا حکومتي چارواکي د کندز سویل لور ته پروت هوايي ډګر او د دورې سر سیمې ته تللي دي.