1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه څه چي باید د کرونا ویروس په اړه پوه سو؟

۱۳۹۸ اسفند ۴, یکشنبه

په چین کي د کرونا په ویروس اخته کیدو پيښو ډیریدلو په ټوله نړۍ کي سخته وراخطايي رامنځته کړې ده. خو دغه ویروس څنگه انسان ته انتقالیږي او کوم تدابیر باید د هغه د مخنیوي په خاطر په پام کي ونیول سي؟

https://p.dw.com/p/3YEMh
China, Wuhan: Patienten mit SARS-ähnlichen Virus infiziert
انځور: Getty Images/AFP/STR

ایا د کرونا ویروس په اسانۍ سره انسان ته انتقالیږي؟

چینايي چارواکي وايي، چي د تیر کال په ډسمبر میاشت کي د کرونا ویروس د شیوع کیدو راهیسي په هغه باندي د اخته سوو کسانو تعداد تر نن ورځي(د فبرورۍ ۲۳مه نیټه) ۷۶۹۳۶ تنه ته رسیدلی او ۲۴۴۲ کسان ورڅخه مړه سوي دي. په ټوله جهان کي بیا په هغه باندي تر نن ورځي پوري تر ۸۷۰۰۰ اضافه انسانان اخته سوي دي. داسي معلومیږي، چي زیادتره زاړه کسان په کرونا ویروس باندي اخته کیږي.

کرونا ویروس نور په کومو هیوادونو کي راپیدا سوی؟

د افغانستان، ایران، جاپان، ایټالیا، جرمني، جنوبي کوریا، تایلنډ، مصر، روسیې، سویډن، ویتنام، مریکا، فرانسې او مجموعأ تر ۳۰ ډیرو هیوادونو ته په دې منځ کي دغه ویروس ورانتقال سوی او ډیر کسان هم ورڅخه مړه سوي دي. همدا اوس د یوه تازه خبر پر اساس د افغانستان د هرات په ولایت کي د کرونا ویروس درې مشکوکي پيښي په داسو کسانو کي ثبت سوي، کوم چي د ایران د قوم ښار څخه راستانه سوي ول. 

Iran Coronavirus
انځور: ISNA

د کرونا ویروس څنگه انتقالیږي؟

چینايي چارواکي وايي، چي د کرونا ویروس د انسان څخه انسان ته هم انتقالیدلای سي، خو ویل کیږي،چي هغه په لمړي سر کي د چین په ووهان ښار کي د وحشي الوتونکو (پرندو) څخه راانتقال سوی دی، چي د پينګولین په نامه یوه حشره خوړونکې پرنده ده. دا د امکان څخه لیري نده، چي د کرونا ویروس د نورو ډیرو مکروبونو په ډول د هوا له لاري انتقال سوی وي.

Fledermäuse International Bat Night 2016
انځور: Narayan Prasad Koju



د کرونا د نوي ویروس په باب په څه شي باندي پوهیږو؟

د کرونا ویروس لمړی د ۱۹۶۰ مو کلونو په لسیزه کي کشف سو، خو هغه وخت دومره مرگونی او خطرناکه نه ؤ او ژر ورک سو.
د کرونا نوی ویروس (20-nCoV ) په  لمړي سر کي د یوه گریپ یا انفولوينزا عادي علایم لري. هغه عادي علایم، چي کرونا ویروس یې د ځانه سره لري، تبه، ټوخی، د عضلاتو درودونه، ستوماني او بې حاله کیدل دي. خو دغه ويروس ځیني نادر علایم هم لري، لکه، استفراق (خوا گرزیدل)، سردردي، د ویني سره ټوخی او اسهال.

مگر د کرونا ویروس سره، ریزش او د ستوني درد نه رامنځته کیږي.

کرونا، انفولانزا او زُکام ،څنگه پوهیږم، په کوم یوه اخته یم؟