1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په کرونا د ابتلا مخنيوی؛ کوم ويټامينونه بايد جدي وګڼل شي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۳, شنبه

د بدن ښه فعال دفاعي سيستم، له کرونا ويروس سره په مبارزه کې مهم رول لري او دا سیستم په کافي اندازه ويټامينونو او مغزي موادو ته اړتيا لري. هغه افراد چې ډير د خطر په معرض کې دي د دغو ويټامينونو د استفادې سپارښته ورته کيږي.

https://p.dw.com/p/3bgQn
Symbolbild Zitronen, Limetten, Vitamin C
انځور: picture-alliance/ImageBroker/E. Bömsch

د ماسک تړل، له نور څخه فاصله نيول، په پر له پسې توګه صابون سره د لاسونو مينځل، هغه لارښوونې دي چې د نړۍ په سطحه يې هره ورځ خلک اوري. خو يوه بله مهمه موضوع هم شته چې خلک ورته دومره پاملرنه نه کوي او هغه د بدن د دفاعي سيستم تقويت دی.

آدریان ګومبرت، د امريکا د اورګن ايالت په پوهنتون کې يو بيوشميست دی چې د بدن د دفاعي سیستم له پاره د مغزي موادو د اهميت په برخه کې تحقیق کوي.

ګومبرت او همکارانو يې د خپلو تحقيقاتو وروسته، يوه مقاله ليکلې چې په هغې کې يې مختلفو مغزي موادو او دا چې د دغو موادو استفاده د بدن پر دفاعي سيستم څومره اغيز کوي، اشاره کړې ده. د هغوی دغه موندنې کولای شي د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه کې هم يوه ښه او موثره چاره وي.

ګومبرت دويچه ويله ته وويل: «د کرونا ويروس پر وړاندې ټول ترسره شوي اقدامات مهم دي، خو د دې له پاره چې د بدن دفاعي سيستم ډير ښه کار وکړي، بايد د يو مناسب غذايي رژيم لرل هم له پامه ونه غورځول شي. په ځانګړې توګه کله چې رواني فشارونه ډير وي، لکه اوس.» 

Koch schneidet Gemüse
(يو متعادل او متنوع غذايي رژيم کولای شي د بدن د سلامتيا له پاره ټول لازم مواد برابر کړي)انځور: picture-alliance

د بدن د يو ځواکمن دفاعي سیستم له پاره د سي او ډي ويټاميونه او مایکرو مغزونه يا مايکرو مغذي مواد لکه اوسپنه او سلنيوم ډير مهم دي. کمښت يې کولای شي بدن ته د ويروس داخلیدو ته لار هواره کړي.

ګومبرت وايي: «زموږ د بدن هره حجره د مختلفو مایکرو مغزي موادو څخه استفاده کوي. دغه مايکرو مغذي مواد ويټامينونه، معدني مواد او د امګا غوړ اسيدونه دي.»

مایکرو مغزي مواد د هغو انرژي درلودونکو موادو په ډله کې نه راځي کوم چې د بدن د تقويې له پاره مهم دي لکه غوړ مواد، کاربوهايدريت او پروتنين، خو شتون يې د بدن د دفاعي سیستم له پاره ډير اړين دي.

آدريان ګومبرت چې په مشخصه توګه د ويټامين ډي په هکله تحقیق کوي وايي: «زموږ تحقياتي ډله څو کاله مخکې متوجه شوه چې ويټامين ډي، داسې يو ژن فعالوي چې هغه د مکروب ضد د يو پپتید (Peptide) مسئول دی. دغه ډول پپتيدونه د بدن په دفاعي سيستم کې ډير مهم رول لري چې لا تر اوسه په بشپړه نه دي پيژندل شوي.»

د ويټامين ډي کمښت کولاي شي زموږ د بدن د دفاعي سيستم لومړۍ کرښه ماته کړي او دې ته لاره هواره کړي چې ويروسونه او باکترياوې زموږ بدن ته داخل شي. که چيرته دغه لومړۍ دفاعي کرښه ځواکمنه وي او ښه فعاليت وکړي، نو دا بيا په دې معنی ده چې زموږ بدن د ناروغيو پر وړاندې ښه دفاع کولی شي.

د بيلګې په توګه ويروسونه او باکترياوې باید په لومړي سر کې له پوستکي او مخاطي غشاوو څخه تيرې شي او بيا بدن ته ورداخلې شي. که چيرته دوی بدن پر داخلیدو باندې بريالي کيږي تر هغې وروسته بيا د فاګوسيتونو یا د مکروب ضد پروتینونو له مقاومت سره مخ کيږي. دغه پروتينونه په التهابی شکل سره د ويروسونو او باکتريا پر وړاندې غبرګون ښيي. تر دې ځايه د بدن غير تخصصي دفاعي سیستم کار کوي که چيرته دغه مرحله ناکامه شي، نو بيا دوهمه مرحله یعنې د تخصصي دفاع مرحله پيليږي.

د کرونا ويروس پر وړاندې تخصصي دفاع دا ډول ده: لنفوسیتونه ويروسونه تشخيصوي چې دې سره د پادتن پر تولیدولو پیل کوي. دغه پادتن د يوه حرفوي نښه ويشتونکي په څير د ويروسونو پر وړاندې جګړه پیلوي.

دغه مرحله يوازې هغه وخت امکان درلودلی شي چې د بدن دفاعي سيستم ښه کار وکړي. په دغې مرحله کې ويټامين سي هم ير مهم رول لري. ويټامين سي د ويروس او باکترياو پر وړاندې يوه بله قوي وسله ده.

ويټامين سي همدا ډول د انتي باډيو په جوړولو کې هم ګډون لري او د انتي باډيو له شتون پرته بدن نه شي کولای د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه وکړي.

ايزابل شيفر، چې ژنتيتکې متخصصه ده، دويچه ویله ته وويل: «همدا دليل دی، چې په کرونا ويروس اخته هغه ناروغان چې بستر کولو ته اړتیا لري، د ويتامين سي په لوړ دوز سره تر درملنې لاندې نيول کيږي.»


شيفر او همکاران ېې وايي کوم بوټي چې استفاده يې د کرونا ويروس پر ضد مبارزه کې ګټور دې له هغو څخه يې يو (Elderberry) دی. څيړنې ښيي چې د الديربيري له شيرې څخه استفاده د سينه بغل او انفلونزا پورې اړوند د تنفسي ستونزې دوره رالنډوي.

خو آیا ټول خلک کولای شي داسې يو لازم غذايي رژيم ولري؟ البته د اقتصادي اړخه هم دا مسئله د بحث وړ ده.

له دې ټولو سره سره، د (BfR) په نوم آلمانۍ مؤسسه ټينګار کوي چې «په اساسي توګه يو متعادل او متنوع غذايي رژيم کولای شي ټول د بدن د سلامتيا له پاره ټول لازم مواد برابر کړي.»

خو دغه مؤسسه دا هم وايي چې ځينې وخت استثنایي حالات هم وي. د بيلګې په توګه د مور بدن د حاملګۍ او ماشوم ته د شيدې ورکولو پر وخت، ډيرو مغذي موادو ته اړتیا پیدا کوي. د ډير عمر خاوندان هم نه شي کولای سالم غذايي رژیم رعایت کړي چې دوی په اوسنيو شرايطو کې لومړنۍ ډله ده چې تر ټولو ډير د خطر په معرض کې قرار لري.

دويچه ويله/م.ک.ص/ا.ا