هغه ناروغۍ چې له حیواناتو څخه انسانانو ته انتقالیږي
د امریکا د اریزونا ایالت روغتیايي چارواکو موندلې ده چې وینه زبیښونکی کیکه، وبا یا (طاعون) انسانانو ته انتقالوي خو دې ته مو پام وي چې ډیرې نورې ناوغۍ هم انسانانو ته انتقالیږي. له دې ناروغیو څخه ځانونه خبر کړئ.
د وبا (طاعون) انتقال کوونکې حشره
د امریکا د اریزونا د سیمې روغتیايي چارواکو موندلې چې وینه زبیښونکې کیکه د «یرسینیا پستیس» په نامه د یو ډول باکتریا انتقالوونکې حشره ده. دغه باکتریا په انسانانو کې د وبا سبب ګرځي. دغه حشره د دې وړتیا لري چې له ژوو څخه دغه باکتریا انسانانو ته انتقال کړي. د یرسینیا پستیس په نامه دغه باکتریا کولای شي چې په وینې لرونکي محیط کې ژوند وکړي او د حرارت په ۳۰ درجه کې په چټکی سره رشد کوي.
د وبا ناروغۍ پیښې
د امریکا په متحده ایالاتو کې د وبا ناروغۍ پیښې ډیرې کمې لیدل کیږي خو په اوسط ډول په کلني ډول په دې هیواد کې د وبا ۷ پیښو اټکل کیدی شي. د روان کال د جون تر میاشتې پورې دغه ډول درې پیښې ثبت شوي دي. د طب له نظره نن ورځ د وبا ناروغي ډیره خطرناکه نه ده، ځکه د انټي بیوټیکو په استفاده سره کیدای شي ددې ناروغې درملنه وشي.
ښکلی، نرم خو خطرناک
په ۲۰۱۵م کال کې د یوسمیت په ملي پارک کې دوه سیلانیان په وبا ناروغۍ اخته شول. داسې احتمال کیږي چې ددې ناروغۍ باکتریا د سمور یا موش خرما ته ورته ډوله د یوه حیوان له لارې دې سیلانیانو ته انتقال شوې وي. ځکه چې وروسته روغتیايي چارواکو په دې پارک کې دوه داسې مړه شوي حیوانات وموندل چې دغه باکتریا پکې لیدل شوې وه.
یوازې وبا خطرناکه نه ده
ځینې نورې داسې خطرناکې ناروغۍ هم شته چې له حیواناتو څخه انسانانو ته انتقالیږي. په ځینې اهلي حیواناتو کې هم داسې خطرناک میکروبونه شته چې ماشومان، د ډیر عمر لرونکي کسان او میندواره میرمنې په خطر کې اچوي. نو له همدې کبله باید اهلي حیوانات په دوامداره توګه د ځینو درملو په واسطه پاک وساتل شي.
د پیشوګانو او سپیانو له امله تبه او اسهال
پیشوګانې او سپیان چې د انسانان ښه ملګري ګڼل کیږي، کولای شي چې د «کامپیلوباکتر ژژوني» په نامه یو ویروس انسان ته انتقال کړي، چې د اسهال سبب ګرځي. پیشوګانې همدارنگه د «بارتونلا» په نامه د یوې باکتریا درلودونکي دي چې انسانانو ته په آسانۍ سره انتقالیږي او په انسان کې د تبې او التهاب سبب ګرځي.
د حیواناتو له امله را پیداکیدونکې ناروغۍ
په کلیو او باڼدو کې هم ځینې داسې ناروغۍ دي چې د حیواناتو له امله رامنځته کیږي. د بیلګې په توګه د غواګانو په شاوخوا کې موږکان داسې ویروس لري چې که پیشو یې وخوري او بیا همدغه پیشو د یو انسان لاس زخم کړي نو دغه ویروس انسان ته انتقالیږي چې دا هم د انسان ژوند په خطر کې اچوي.
د طوطي تبه
د طوطي تبه د انسانانو او حیواناتو ترمنځ یوه مشترکه ناروغي ده چې کولای شي یوازې ماشومان او د ډیرعمر لرونکي کمزوري کسان په خطر کې واچوي. زیاتره مرغان او طوطیان په دې ناروغۍ اخته کیږي،چی انسانان هم بیا ددوی څخه په دې ناروغۍ اخته کیږي. د دې مریضۍ ځینې علایم تبه، مضمنه کمزوري، سینه بغل، د مفصلونو پاړسوب، اسهال، د سترګو پړسیدل او وینه لرونکئ ټوخی دی.
د هاري په نامه ناروغي
د هاري په نامه دغه ناروغي زیاتره له ګیدړو څخه انسانانو ته انتقالیږي. په آلمان کې د پراخ واکسین له امله اوس دغه ناروغي له منځه تللې. د سپیانو او ګیدړو له لارې دغه ناروغي انسان ته انتقالیږي. کله چې یو سپی یا ګیدړه د انسان سره په تماس کې شي نو دغه ناروغي انتقالیږي.
ډیر احتیاط په کار دی
څیړونکې پردې ټکي ټینګارکوي چې په ناروغیو د سالم او روغ رمټو انسانانو د اخته کیدو امکان ډیر کم وي. خو سربیره پردې صحي کارپوهان وړاندیز کوي چې د حیواناتو سره تر تماس او اړیکو وروسته باید لاسونه ومینځل شي او د حیواناتو د ځای د پاکولو پرمهال باید له دست کشونو څخه استفاده وشي.