1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهسپانیا

هسپانيا فلسطيني مهاجرو ته مرسته رسوونکي سازمان سره مرسته کړې

۱۴۰۲ اسفند ۱۸, جمعه

هسپانيا ويلي دي چې د فلسطيني مهاجرو له پاره د م.م. مرستندوی سازمان سره د اضافي ۲۰ ميلیونه يورو مرسته کوي. کاناډا هم ورته اعلان کړی دی. په وروستیو کې د اسرائيل د مخالفت له کبله د سترو ډونرانو لخوا دغه مرستې ځنډول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4dIZR
José Manuel Albares
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزير، خوزه مانويل الباریس، د پنجشنبې په ورځ وويل چې د هسپانیا حکومت له خوا د دغو مرستو د ادامې تصمیم، په غزې تړانګه کې د فلسطيني مهاجرو ډراماتيک وضعیت ته په کتو نيول کيږي. هغه ويلي دي چې هسپانیا غواړي په دې تړاو په نژدې ختيځ کې د فلسطينی مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کار له سازمان (UNRWA) سره همکاري وکړي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، الباریس دغه خبرې په مادرید کې د ملګرو ملتونو د یاد سازمان له مشر، فلیپ لازاريني، سره تر کتنې وروسته کړي دي.

هسپانوي وزير ژمنه وکړه چې د هسپانيا حکومت به له یاد مرستندوی سازمان سره «مهم کار» ترسره کوي. هغه وويل دغه پیسې به د زرونو فلسطينی کورنیو له پاره د غذايي موادو، زدکړې او روغتيايي خدماتو په برابرولو کې لګول کیږي.

هسپانيا د فبروري میاشتې په سر کې هم له UNRWA سره درې نیم میلیونه یورو ځانګړې مرستې اعلان کړی وو.

د ملګرو ملتونو مرستندوی سازمان (UNRWA) له ۱۹۴۹ راهیسې د فلسطيني مهاجرو له پاره د تعلیم او روغتیا په ګډون د اړتیاو په برابرولو کې کار کوي
د ملګرو ملتونو مرستندوی سازمان (UNRWA) له ۱۹۴۹ راهیسې د فلسطيني مهاجرو له پاره د تعلیم او روغتیا په ګډون د اړتیاو په برابرولو کې کار کويانځور: Thomas Imo/photothek/picture alliance

په وروستيو کې د امریکا متحده ایالاتو او آلمان په ګډون له لسو ډېرو سترو ډونرو هېوادونو د فلسطينی مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو له یاد سازمان سره د مرستو بهیر په تعویق کې حالت کې راوست.

دوی وروسته له هغې دغه مرستې وځنډولې چې اسرائيل ادعا وکړه چې د دغه مرستندوی سازمان په لسونو کارکوونکي پر اسرائيل د اکتوبر ۷مه تروریستي حمله کې چې د فلسطيني ډلې، حماس، لخوا ترسره شوه ښکيل دي. د دغې ادعا په تړاو ترسره شوي تحقیقات لاتر اوسه بشپړ شوي نه دي او اسرائيل هم تر اوسه په دې تړاو د حقیقت موندنې کميټې ته اسناد نه دي سپارلي.

په عین وخت کې کاناډا هم غواړي چې یو ان آر ډبليو اې سره خپلې مرستې بېرته له سره پيل کړي.

ډيپلوماټيکو سرچينو د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د آلمان خبري آژانس ته ومنله چې اوتاوا به ډېر ژر له (یو ان آر ډبلیو اې) سره په خپلو مرستو کې د ډېروالی اعلان وکړي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن هم په خپلو وروستیو خبرو کې له غزې سره پر بشري مرستو ټينګار کړی دی.

وروسته له هغې چې اسرائيل وویل د (یو ان آر ډبلیو اې) سازمان غړي هم پر اسرائيل حمله کې ښکيل ول، يو شمېر لویو هېوادونو خپلې مرستې ودرولې
وروسته له هغې چې اسرائيل وویل د (یو ان آر ډبلیو اې) سازمان غړي هم پر اسرائيل حمله کې ښکيل ول، يو شمېر لویو هېوادونو خپلې مرستې ودرولېانځور: Abed Rahim Khatib/Anadolu/picture alliance

یو ان آر ډبليو اې له ۱۹۴۹ راهیسې د روغتیا او تعلیم په ګډون مختلفو برخو کې د فلسطيني مهاجرو د اړتیا په برابرولو کې کار کوي. په دغه سازمان کې تر ۳۰زرو ډېر کسان کار کوي چې شاوخوا ۱۳زره ېې په غزې تړانګه کې فعالیت کوي.

په داسې حال کې چې له څو میاشتو راهیسې په غزې تړانګه کې د اسرائيل د ځواکونو پر له پسې حملې جریان لري، دغه مرستندوی سازمان ته د څه باندې دوه میلیونه فلسطينی مهاجرو ته د مرستو رسولو د یوازيني بدیل په سترګه کتل کیږي.

په غزه کې د حماس او اسرائيل د ځواکونو ترمنځ روانه جګړه، له هغه وخته پيل شوې چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر ۷مه، حماس ډلې پر اسرائيل حمله وکړه. د رپوټونو مطابق حماس په دغه حمله کې شاوخوا ۱۲۰۰کسان ووژل شول او تر ۲۵۰ ډېر نور ېې له ځانه سره غزې ته وتښتول.

د حماس وسله واله ډله پر نورو هېوادونو سربیره د امريکا متحده ايالاتو، آلمان، اسرائيل او اروپايي ټولنې له خوا د تروريستي سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

(dpa)mks/nz

له آرشیف څخه:

د ملګرو ملتونو مرستندوی سازمان (UNRWA) له ۱۹۴۹ راهیسې د فلسطيني مهاجرو له پاره د تعلیم او روغتیا په ګډون د اړتیاو په برابرولو کې کار کوي
د ملګرو ملتونو مرستندوی سازمان (UNRWA) له ۱۹۴۹ راهیسې د فلسطيني مهاجرو له پاره د تعلیم او روغتیا په ګډون د اړتیاو په برابرولو کې کار کويانځور: Thomas Imo/photothek/picture alliance
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل