1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونههسپانیا

هسپانيا: شتمن اوکرايني کډوال په هدفمن ډول په نښه کيږي

۱۴۰۱ اسفند ۱۳, شنبه

په هسپانيا کې پوليسو د غلو د يوې ډلې لس شکمن غړي نيولي چې په هدفمن ډول يې له اوکرايني کډوالو څخه غلا کوله. پوليسو له دوی څخه د ۱،۲۵ ميليونو يورو په ارزښت قيمتي شيان هم ضبط کړي دي.

https://p.dw.com/p/4OFd0
Symbolbild Einbruch
انځور: Fotolia/Gina Sanders

دغه لس شکمن غله چې اووه تنه يې ورڅخه اوکراينيان او درې تنه نور يې روسي اتباع دي، د پوليسو په خبره داسې کډوال په نښه کوي چې »ډېری وخت خپلې ټولې سپما شوې پيسې او قيمتي شيان له ځان سره ساتي.«

دغه خبره د هسپانيې پوليسو د جمعې په ورځ وکړه. پر نيول شوو کسانو باندې تور دی چې په اوو آپارتمانونو کې يې د هسپانيې د اليکانته او مورسيا په ولايتونو کې اوکرايني کډوال په نښه کړي او په کورونو يې ورننوتلي دي.

پوليسو د خپلو څرګندونو په حواله د ۱،۲۵ ميليونو يورو په ارزښت قيمتي شيان ضبط کړي دي چې د پوستي ټيکټونو يو کلکسيون ورڅخه کابو نيم ميليونه يورو ارزښت لري. د دې تر څنګ د پولیسو په خبره ګاڼه او کمپيوټرونه هم ضبط شوي دي.

دا هم ويل شوي دي چې شکمنو غلو د خپلو قربانيانو په موټرو کې د هغوی د ځای ځایګي معلومولو په پار ديجيتالي وسيلې لګولې وې څو هغوی تعقيب کړای شي.

د جنورۍ په مياشت کې هم هسپانوي پوليسو د يوې جرمي شبکې د ماتولو اعلان کړی و چې د تنباکو جوړولو درې فابريکې يې چلولې. په دغو فابريکو کې له اوکراين څخه هسپانيې ته تښتېدلي کډوال ځای پر ځای کړل شوي ول. هسپانيې يو کال مخکې د روسيې له خوا پر اوکراين د يرغل راهيسې څه نا څه ۱۶۰ زره اوکرايني کډوال په خپل هېواد کې منلي دي. 

ن.ص / خ.ح