1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات: طالبانو ښځو ته د موټر چلولو د جوازونو ويش درولی دی

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۳, سه‌شنبه

طالب چارواکو د افغانستان په هرات ولایت کې د موټر چلونې د زده کړې ښوونځیو ته ويلي دي چې نور ښځو ته د موټر چلونې جواز ورنه کړي. دغه خبره د موټر چلونې ښوونکو د فرانسې خبري آژانس ته کړې ده.

https://p.dw.com/p/4AlNG
Fahrstunden für Frauen in Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

په داسې حال کې چې د افغانستان ټولنه يوه محافظه پاله ټولنه ده خو په لويو ښارونو کې ېې په ځانګړې توګه د هرات په څیر ښار کې چې له اوږدې مودې راهیسې د افغان معیارونو له مخې لیبرال ارزول کيږي، د ښځو له خوا موټر چلونه په کې یو غیرمعمول کار نه دی.

د هرات د ترافیکو په مدیريت کې سیدجان آغا چې د موټرچلونې ښوونځيو د نظارت مسئول دی، وويل: «موږ ته په شفاهي توګه سپارښتنه شوې چې ښځو ته د موټرچلونې جواز ورکړه ودروئ، خو په ښار کې د ښځو له خوا د موټر پر چلونې څه نه دي ويل شوي.»

۲۹ کلنه عادله عادل چې د موټر چلونې ښوونځی لري او د موټر چلولو زدکړه ورکوي، وویل چې طالبان غواړي وښيي چې راتلونکی نسل به هغه فرصتونه ونه لري کوم چې د دوی میندو درلودل.

هغې زیاته کړه: «موږ ته ويل شوي دي چې د موټر چلونې درسونه مه ورکوئ او جواز هم مه ويشئ.»

طالبان تر شل کلنې جګړې وروسته د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستان څخه د بهرنیو قواوو له وتلو سره سم بیا واک ته ورسیدل. دغې ډلې واک ته تر رسیدلو د مخه پر دې ټينګار کاوه چې په اوسني سیاست کې ېې د خپلې لومړنۍ دورې په پرتله چې په کې د بشری حقونو د نقض موارد هم شامل وو، نرمښت راوستلی، خو په عمل کې دغه ژمنې هغسې چې تمه ده نه دي عملي شوي.

طالبان واک تر رسیدو لږ ورځې وروسته د ښځو د چارو وزارت لغوه کړ، په اکثرو برخو کې ېې ښځې له کار کولو منع او د نجونو پر مخ ېې له شپږم ټولګې پورته د ښوونځیو دروازې هم تړلي دي.

طالبانو په خپلې لومړنۍ دوره کې چې د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې وه، هم ښځې د کار تعلیم او تعلیم څخه محرومې کړې وې.

شیما وفا چې په خپله موټر چلوي په داسې حال کې چې د هرات ښار يوه مارکيټ ته تللې تر څو د خپلې کورنۍ له پاره اختریز سوغاتونه واخلي، وويل: «ما شخصاً طالبانو (ساتونکو) ته وويل چې دا ما له پاره ډیر راحت ده چې پر ځای د دې چې د يوه ټکسي چلونکي څنګ ته کيښینم په خپله موټر وچلوم.»

شیما زیاته کړه: «زه د دې اړتيا لرم چې [د ضرورت پر وخت] خپله کورنۍ په خپل موټر کې یوه ډاکټر ته ورسوم، پر ځای د دې چې په کور کې د خپل ورور یا خاوند راتلو پورې منتظره شم.»

خو د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر، نعیم الحق حقاني وويل چې په دې اړه کوم رسمي امر نه دی صادر شوی.

طالبانو تر ډيره بریده د ملي او کتبي فرمانونو له صادرولو ډډه کړې ده او پر ځای ېې خپلو محلی چارواکو ته د احکامو صادرولو اجازه ورکړې ده، حتی ځينې وخت په شفاهي توګه.

سید شفیقه یعقوبي چې له کلونو راهیسې موټر چلوي وايي: «په هيڅ موټر باندې داسې نه دي لیکل شوي چې دا صرف د نارینه و له پاره دی.» هغې زیاته کړه: «په واقعیت کې دا ښځو له پاره خوندي ده که چيرته ښځې په خپله موټر وچلوي.»

۲۶ زینب محسني چې تازه ېې د موټر چلونې جواز اخیستلو له پاره وړاندیز کړی، وايي چې ښځې په هغه موټر کې چې خپله یې چلوي ځان ډير خوندي احساسوي، د هغې ټکسي په پرتله چې چلونکی ېې نارینه وي.

محسني وايي د طالبانو وروستی تصمیم د دې ښکارندوي کوي چې د دوی رژيم د ښځو د سهولت له پاره چې وروستي لږ حقوق پاتې دي د هغو له اخیستلو هم ډډه نه کوي.

میرمن محسني په دې اړه وايي: «طالبان ورو ورو غواړي پر ښخو باندې بندیزونه ډير کړي.»

طالبانو تر دې وړاندې ښځو ته امر کړی چې له نارینه محرم پرته دې لرې سفرونه نه کوي همدا ډول په وروستیو کې داسې رپوټونه هم ورکړل شول چې په هوايي ډګر کې ېې هغو ښځو ته په طیارو کې د پروازونو اجازه نه وه ورکړې چې يوازې يې سفر کاوه.

آ/م.ک.ص./ب.ص.