1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

هرات: د طالبانو په برید کې پنځه تنه وژل شوي

۱۳۹۷ دی ۲۳, یکشنبه

یوې رسمي سرچينې د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې د پولیسو پر یوې حوزې د برید په پایله کې د دریو پولیسو او یوه ماشوم په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3BTGA
Angriff auf US-Konsulat in Herat Afghanistan
انځور: Reuters

د هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد د آلمان خبري آژانس dpa ته ویلي دي چې دری تنه بریدګرو د شنبې ورځې په ماښام «شپږو بجو» د هرات ولایت په مرکز کې د پولیسو پر یوې حوزې برید پیل کړ. د هغه په خبره دری واړه بریدکونکي وژل شوي دي.

جیلاني وویل چې په دې دوه ساعته جګړه او په موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د برید په پایله کې څلور تنه پولیس ټپیان شوي هم دي.

د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي په یوه تویتري پیغام کې د شنبې ورځې د برید مسئولیت منلی دی.

طالبان چې په افغانستان کې د یاغیانو یوه تر ټولو لویه ډله شمیرل کیږي په ځانګړي توګه یې د ۲۰۱۴ م کال په دسمبر میاشت کې په دغه هیواد کې د ناټو د نظامي ماموريت تر پای ته رسیدو وروسته، یو وار بیا د واک ترلاسه کولو له پاره خپل بریدونه زیات کړي دي.

په اوس وخت کې افغان حکومت د دغه هیواد د خاورې پر تر نیمایي لږ ډیرې برخې کنترول لري.

د امریکایې پوځ د اطلاعاتو په حواله د پاتې ۳۰ سلنه برخې د کنترول ترلاسه کولو پر سر د حکومتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ رقابت روان دی.

د جولای میاشتې راهیسې د افغانستان د معضلې د سیاسي حل لارې د پیدا کولو په موخه د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ څلور واره نیغ په نیغه خبرې اترې ترسره شوي دي.