1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هر دریم جرمنی نسي کولای خپل مصارف پوره کړي

۱۴۰۱ مهر ۱۴, پنجشنبه

د انرژۍ تر بحران دمخه لا تقریباً هر دریم جرمني نسوای کولای غیرمنتظره او تر حد ډېر مصارف پوره کړي.

https://p.dw.com/p/4HqGD
Deutschland Inflation l steigende Verbraucherpreise l Einkaufen
انځور: Frank Hoermann/SVEN SIMON/picture alliance

لکه څنګه چي د جرمني د مرکزي احصایې دفتر پرون چهارشنبه خبر ورکړ، پروسږکال په جرمني کي ۳۱،۹ فیصده داسي فامیلونو موجود وه چي د دې امکان یې نه درلودی، غیرمنتظره د ۱۱۵۰ یورو او یا تر دې هم ډیر رامنځته سوي مصارف پوره او تادیه کړي.

په فرانسه کي بیا د دغه ډول اقتصادي لحاظه ضعیفو فامیلونو تعداد تر جرمني یو څه لږ او ۲۷،۶ فیصده دی او په هالنډ کي په ۱۵،۱ فیصده سره نورهم لږ دی. 
په رومانیا، کروشیا، یونان ، قبرس او لیتوانیا کي تر ۴۰ فیصده اضافه انسانان د دغه ډول رامنځته سوو غیر پلان سوو مصارفو کافي مالي ذخایر او امکانات نه لري.