نیکپا، د برونزو مډال وگاټه
۱۳۹۱ مرداد ۲۰, جمعهتر دې وړاندې لومړی مډال هم د ژیړو وو چې همدې ورزشکار په ۲۰۰۸ کال کې په بیجینګ کې تر لاسه کړی وو.
د المپیک د پنجشنبې «د ۲۰۱۲م کال د اگست نهمه» د ورځو په لوبو کې روح الله نیکپا د ۶۸ کیلو وزن لرونکو د تکواندو وزشکارانو په کتار په زړه پورې لوبه وکړه. هغه پر دې وتوانید چې خپل بریتانیایي سیال مارتین ستامپرته، د ۳ په مقابل کې په پنځو نمرو ماتې ورکړي او د ژیړو مډال وگټي.
تر دې وړاندې چې هغه د خپل بریتانیایي سیال سره مخامخ شي هغه خپله بله لوبه د مرکزي جمهوري افریقا له لوبغاړي څخه د ۲ په مقابل کې په ۱۴ نمرو گټلې وه.
تر دې د مخه نیکپا د لندن د المپیک په لوبو کې خپله لومړی لوبه وګټله خو په دویمه لوبه کې ئې یوازې په یوه نمره ماتې وخوړله. د هغه دویمه لوبه د ایراني ورزشکار محمد باقري معتمد، پر وړاندې وه.
روح الله نیکپا، د ۲۰۱۲ کال د المپیک په سیالیو کې څلور لوبې وکړې چې له هغو څخه ئې درې وگټلې او یوه ئې بایلله. نیکپا خپله لومړۍ لوبه له پولندي ورزشکار میشل لونیفسکي، سره وکړه چې د ۱۲ نمرو په گټلو سره د دې لوبې گټونکی شو. د هغه دویمه لوبه له ایراني ورزشکار محمد باقري معتمد، سره وه چې یوازې د یوې نمرې په تفاوت ئې بایلله.
نیکپا پخپله دویمه لوبه کې هم ډیر ښه وځلید او د دریم روند تر پایه پورې ئې نمرې له خپل ایراني سیال سره مساوي وې. خو په څلورم روند کې د هغه ایراني حریف په اضافي وخت کې پر دې وتوانید چې یوه نمره تر لاسه کړي او په دې ترتیب سره د پنځو نمرو په لرلو د دې سیالۍ گټونکی شي. نیکپا هم په دې لوبه کې څلور نمرې وگټلې.
نیکپا خپله لومړۍ لوبه له پولندي ورزشکار میشل لونیفسکي، سره وکړه چې د ۱۲ نمرو په گټلو سره د دې لوبې گټونکی شو.
اوس په دې سیالیو کې د افغانستان یوازینی پاتې ورزشکار نصار احمد بهاوي دئ چې د جمعې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د اگست لسمه» به خپلې لوبې وکړي.
ایراني ورزشکار محمد باقر معتمد، تر دې مخکې په لومړۍ مرحله کې د مرکزي افریقا ورزشکار ته د اوو امتیازونو په ګټلو سره ماتې ورکړه.
دې ایراني ورزشکار په ۲۰۰۹ کال کې د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د سروزرو مډال گټلی وو. دغه لوبې په دنمارک کې شوي وې. هغه همداراز د اسیا په اتلولیو کې د سپینو زرو او د ژیړو مډالونه هم گټلي دي.
د نیکپا د لوبو د لیدو له پاره ډیر شمیر افغانان او د هغه بهرني مینه وال لوبغالي ته راغلي ول.
سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم