1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانیوزیلند

نیوزیلنډ د یوه ځل کاریدونکي اي سیګریټو پر استعمال بندیز لګوي

۱۴۰۲ خرداد ۲۰, شنبه

نیوزیلنډ له اګست میاشت څخه د ویپس په نوم پر یوه ځل کاریدونکو الکترونیکي سګریټو د بشپړ بندیز لګولو اعلان کړی دی. په دغه هیواد کې د تمباکو د مصنوعاتو پر پلور د بندیز ترڅنګ په پرله پسې ډول د تمباکو څکونې قوانین سختیږي.

https://p.dw.com/p/4SQE2
Teen Vaping Sucht
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Senne

د نیوزیلنډ حکومت نه یوازې د دغه هیواد په خلکو کې د تمباکو څکونې عادت د ختمولو هڅه کوي، بلکې په مختلفو پړاونو کې د تمباکو د مصنوعاتو پر خرڅلاو د بشپړ بندیز لګولو پریکړه هم عملي کوي.

جرمني: پولیسو په زرهاو الکترونيکي سګریټ ضبط کړي

پر الیکټرانک یا اي سګریټ بلل کیدونکو مصنوعاتو، چې ویپس (vapes) یې هم بولي، د پشپړ بندیز لګولو په اړه د حکومتي پریکړې د اعلان پر مهال د نیوزیلنډ د روغتیا وزیرې عایشه ویرال وویل: «دا پریکړه د هغو ویپس سګریټو په برخه کې صدق کوي، چې تر کارونې وروسته غورځول کیږي او بیترۍ یې نه بدلیږي یا نه ایستل کیږي.»

Australien schränkt Gebrauch von E-Zigaretten drastisch ein
په نیوزیلنډ کې ډیر شمیر تنکي ځوانان دا ډول الیکټریکي سګریټ څکيانځور: Joel Carrett/AAP/dpa/picture alliance

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

عایشه ویرال وویل چې په نیوزیلنډ کې «ډیر شمیر تنکي ځوانان دا ډول الیکټریکي سګریټ څکي او له همدې امله حکومت د دې بهیر د مخنیوي له پاره ډیر اقدامات کوي.»

چاپیریال ته د تمباکو د صنعت ویجاړونکي پایلې

نوموړې زیاته کړه چې په راتلونکې کې به د تعلیمي ادارو او د خلکو د راټولیدو عامه ځایونو ته نږدې د اي سګریټو هټیو پرانیستل کیدو ته اجازه نه ورکول کیږي.

China Promoter von E-Zigaretten in Peking
د حکومتي تګلارې په اساس په تدریجي ډول به د هر عمر لرونکي کسان د تمباکو د مصنوعاتو له خریدارۍ څخه منع کړای شي.انځور: Getty Images/AFP/Wang Zhao

په تدریجي ډول د اقداماتو سختول

شپږ میاشتې مخکې د ویلنګټن حکومت اعلان کړی و چې تر ۱۴ کلنې د کم عمر لرونکي تنکي ځوانان د تمباکو د هیڅ ډول مصنوعاتو د پیرلو اجازه نه لري. د دې تګلارې له مخکې به هر کال په دې کې د یوه کال زیاتوالی رامنځته کیږي، حتی تر دې چې د هر عمر لرونکي کسان به د تمباکو د مصنوعاتو له خریدارۍ څخه منع کړای شي.

په نیوزیلنډ کې د تمباکو څکونکو کسانو شمیر په دغه هیواد کې د لویانو د مجموعي نفوس اته سلنې ته را ټیټه شوې ده.

اي سګریټ په ۲۰۰۰ کال کې نړیوال بازار ته را ووت او عامه تصور داسې و چې ګوندې دا له عادي دودیزو سګریټو څخه لږ خطر لري چې د سرطان سبب کیږي.

خو د یوه نوي طبي څیړنې په اساس ویپس هم نشه کوونکی دی او تنکي ځوانان په بدن کې د نیکوټینو د اړتیا پوره کولو له پاره د دودیز سکریټو څکولو ته لیواله کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا