1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمافغانستان

نیمروز کې د طالبانو د والي پر دفتر ځانمرګی برید

۱۴۰۲ دی ۲۴, یکشنبه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نیمروز ولایت ودانۍ ته نږدې د یوه ځانمرګي برید او ورسره د نښتې رپوټ ورکړی دی. ويل شوي بریدګر هڅه کوله چې د والي دفتر ته ننوځي.

https://p.dw.com/p/4bDze
Afghanistan | Explosion vor Außenministerium in Kabul
آرشیف انځور: په کابل کې تر یوې چاودنې وروسته انځورانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د افغانستان کې په پلازمېنه کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي دي چې یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې د نیمروز د والي دفتر ته ننوځي تر پيژندل کیدو وروسته لمنځه وړل شوی دی. په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې له بده مرغه په دې پيښه کې دری تنه امنیتي منسوبین هم ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په ایکس (پخواني تویتر) شبکه کې لیکلي دي چې یوه ځانمرګي بریدګر د امنیتي ساتونکو له خوا هغه وخت په ډزو وویشتل شو چې د تالاشۍ پر مهال ورسره انتحاري واسکټ کشف شو. نوموړي کس غوښتل د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د والي د دفتر احاطې ته داخل شي.

د طالبانو پلویانو او د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو د نیمروز د والي شیخ محمد قاسم خالد د انځورونو په خپرولو سره ادعا کړې ده چې نوموړي ته زیان نه دی رسیدلی. محمد قاسم خالد د ۲۰۲۳م کال د دسمبر په وروستیو کې د طالبانو د رهبرۍ له خوا د نیمروز ولایت د والي په توګه ټاکل شوی وو.

تر اوسه پورې د دغه برید مسئولیت هیڅ چا یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. خو د داعش خراسان څانګې د روان میلادي کال د پیل راهیسې په پلازمېنه کابل او د دغه هیواد په نورو برخو کې د خونړیو بریدونو مسئولیت منلی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب