نیدرزاکسن په یوه ښار کې د مهاجرو ځای پر ځای کیدل منع کړل
۱۳۹۶ مهر ۲۰, پنجشنبهد آلمان د نیدرزاکسن ایالت د کورنیو چارو وزارت په هانوفر ښار کې د چهارشنبې په ورځ یوه مصوبه صادر کړه چې له مخې یې «په یوه ښار کې چې مهاجر ډير وي» د نویو مهاجرو ځای پر ځای کیدل محدودیږي.
په مصوبه کې راغلي دي: «موږ غواړو له دې غیر معمول اقدام سره د دې مخه ونیسو چې هغه مهاجر چې دلته ځای پر ځای کیږي، په ټولنه کې پرې سترګې پټې شي او په ورځینو ټولنیزو فعالیتونو کې د هغوی د ګډون مخه ونیوله شي.»
په دې مصوبه کې په نیدرزاکسن کې د بهرنیو اتباعو د چارو ادارې ته امر شوی دی چې د هغو مهاجرو د استوګن کیدو په جازه لیک کې چې په رسمیت پیژندل شوي دي، یوه داسې الزامي ضمیمه هم ثبت شي چې له مخي یې په زلتس ګیتر ښار کې د هغوی د ځای پر ځای کیدو مخه نیوله کیږي. د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د آلمان فدرال قوانین د دغه حکمونو د صادرولو اجازه ورکوي.
خو دغې مصوبې بیا د کورنۍ د ډیرو نزدي غړو د ځای پر ځای کیدو اجازه ورکړې ده. په مصوبه کې راغلي دي: «د ژوند د ځای انتخاب د محدویدو په نوم دغه قانون ... فدرالو قانون جوړوونکو ممکن کړي دي چې له یوه اړخه د په رسمیت پیژندل شویو آواره ګانو د کډي مخه ونیسي، په هغه صورت کې چې دغه اقدام د مهاجرو د ادغام له پاره اړین وګڼل شي.»
ویل شوي دي چې د ولهلمس هافن او دلمن هورست ښارونو هم د دغه شان یوې مصوبې غوښتنه کړې ده. د نیدرزاکسن ایالت د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې اوس مهال په دې اړه موجود معلومات څیړي.
پر دې سربیره د نیدرزاکسن ایالت له هغو ښارونو سره مالي مرسته کوي چې ورته د په رسمیت پیژندل شویو مهاجرو د کډه کیدو کچه لوړه ده. په دې ترتیب سره به دغه ډول ښارونو ته په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸م کلونو کې هر ځل لس میلیونه یورو ورکړل شي چې ورڅخه به د مهاجرو د ادغام په مهمو پروژو کې کار واخیستل شي.
زموږ له ارشيف څخه: