1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نړۍ د اټومي وسلو د نوي مسابقې له ګواښ سره مخ ده»

۱۳۹۹ خرداد ۲۶, دوشنبه

یوازې د اټومي وسلو درلودونکي باید اندیښمن نه وي: په ستاکهلم کې د سولې څیړنیز انیستیتوت ويره لري چې نړۍ د اټومي وسلو د نوي مسابقې له ګواښ سره مخامخ ده.

https://p.dw.com/p/3dlrN
Berlin Protest gegen Auflösung des INF-Vertrages
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

په ستاکهلم کې د سولې څيړنیز انیستیتوت موندنې ښيې، سره له دې چې په مجموع کې په نړیواله کچه د اټومي سرګولولو شمیر کم شوی دی، خو ځني اټومي قدرتونه د خپلو اټومي وسلو په عصري کولو بوخت دي.

په دې توګه په نړۍ کې د مخ پر ډیریدونکي تشنج په جریان کې روسیې او امریکا د اټومي وسلو د سیستم نوي نسل ته انکشاف ورکړی، چې په هغه کې د اټومي سرګولې، توغندي او د الوتکو لیږدونکی سیستم یا جنګي بیړۍ شاملې دي.

د سپري په وینا د بیلګې په توګه امریکا متحده ايالات داسې نوي اټومي وسلې جوړوي چې لږ چاودیدونکي مواد کاروي لکه "Mini Nukes" چې کیدای شي په هدفمند ډول وکارول شي او د تخریب کچه یې هم لږ نه ده.

د سپري د معلوماتو پر اساس امریکا متحده ایالات، روسیه، بریتانیا، فرانسه، چين، هند، پاکستان، اسرائیل او شمالي کوریا د روان کال په پيل کې په مجموع کې ۱۳۴۰۰ اټومي سرګلولې درلولې.

د اټکلونو له مخې له دې جملې څخه شاوخوا ۳۷۰۰ یې په سمدستي توګه کارونې ته اماده دي او ۱۸۰۰ نور یې د لوړې کچې د خطر زنګ په درجه کې ساتل شوي دي.

په ۲۰۱۹م کال کې اټومي قدرتونو په مجموع کې څه باندې ۱۳۹۰۰ سرګلولې په اختیار کې درلودلې، په داسې حال کې چې دغه شمیر د ۲۰۱۸م کال په پيل کې ۱۴۵۰۰ وو.

تر ټولو په لومړي قدم کې د دې کمښت دلیل د روسیې او امریکا له خوا د سرګلولو لمنځه وړل وو چې دغه دواړه هیوادونه په مجموع کې د ټولو اټومي وسلو ۹۰ برخه سلنه په اختیار کې لري.

د وسلو دغه کمښت د  "New START" په نامه د ۲۰۱۰م کال د دوه اړخیز تړون پر اساس رامنځته شوی دی. د دغه تړون معیاد د ۲۰۲۱م کال په فبرورۍ کې پای ته رسیږي.

د یوه نوي ممکنه تړون پر سر به روسیه او امریکا په نږدې وختونو کې په ویانا کې خبرې وکړي. 

امریکا متحده ایالاتو تیرکال د ۱۹۸۷م کال کې INF په نوم د لنډ او متوسط واټن اټومي توغندیو د منع تړون لغوه اعلان کړ. لږ وروسته روسیې هم له دغه تړون څخه د وتلو اعلان وکړ. په می میاشت کې د امریکا حکومت د اوپن سکائې په نوم د ګډې پوځې هوایې څارنې تړون د فسخه کولو اعلان هم وکړ.

د (Ican) یا اټومي وسلو د ختمولو نړیوال کمپاین د مشرتابه هئیت غړي فلوریان ابلنکامپ وویل: «نړیوال اعتماد له نظامي بیانونو، متقابل تورونو او بالاخره د توافقنامو په لغوه کولو سره له منځه یوړل شو.» د هغه په خبره دغه «وژونکی مخلوط» د وسلو مارپیچ ډوله سیالي لا زیاتوي.

 (nz/sn (epd, dpa, sipri.org