1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نړيوال، په خاصه توګه اسلامي هيوادونه دې مو په رسميت وپېژني»

۱۴۰۰ دی ۲۹, چهارشنبه

د طالبانو رئيس الوزرا پر نړيوالو حکومتونو غږ کړی دی چې د طالبانو اداره دې په رسميت وپېژني. هغه ويلي دي چې د په رسميت پېژندنې ټول شرائط يې پوره کړي دي.

https://p.dw.com/p/45kIs
Afghanistan | Taliban Premierminister Mullah Mohammad Hassan Akhund
انځور: Balkis Press/Abaca/picture alliance

د طالبانو رئيس الوزرا ملا حسن اخوند د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وويل: «زه پر ټولو حکومتونو په ځانګړي توګه اسلامي هيوادونو غږ کوم چې د [طالبانو] په رسميت پېژندلو پېل وکړي.» دا په سپتمبر میاشت کې د دغه مقام د ترلاسه کولو راهيسې لومړی ځل دی چې نوموړی په عام محضر کې راڅرګند شوی دی.

نړيوال قدرتونه د طالبانو ادارې د په رسميت پېژندني څخه ډډه کوي او لوېديځو هيوادونو چې امريکا متحده ايالات یې په سر کي دي، د افغانستان په ميلياردو ډالره شتمني يې کنګل کړي او هغه پراختيايي مرسته چې د دغه هيواد د اقتصاد د ملا تير وو، درولې دي.

ملا حسن اخوند په خپلو خبرو کې وويل: «لنډ مهاله مرسته یې حل نه دی: موږ بايد د داسې يوې لارې د موندلو هڅه وکړو چې ستونزې په بنسټیزه توګه حل کړي.»

نړيوالې ټولنې په دې ورورستيو کې د بشري مرستو لړۍ چټکه کړې او داسې یې طرحه کړې ده چې دغه مرستې د طالبانو لاسو ته د لوېدو پرته نېغ په نېغه اړمنو ته ورسيږي. خو افغانستان دمګړۍ د نغدو پېسو د کمښت او ناوړه اقتصادي وضعيت سره لاس او ګريوان دی او د سوړ ژمي په اوږدو کې په ميليونو انسانان له بې وزلۍ کړيږي.

له اسلامي هيوادونو څخه ځانګړې غوښتنه

د طالبانو لومړي وزير په عين حال کې پر اسلامي هيوادونو ځانګړی غږ وکړ چې د دغي ډلې د حکومت په رسميت پېژندلو کې دې مخکښي وکړي. نوموړي زياته کړه: «زه پر اسلامي هېوادونو غږ کوم چې مخکې شئ او موږ په رسميت وپيژنئ. زه هیله لرم چې بيا به موږ وکولی شو چې ژر پرمختګ وکړو.»

خو د اسلامي هيوادونو په ګډون د نړۍ ټول هېوادونه له دې ننګونې سره مخ دي چې د طالبانو د حکومت د په رسميت پېژندني پرته د افغانستان له اقتصاد سره مرسته وکړي. تر اوسه د نړۍ هیڅ هيواد هم په افغانستان کې د طالبانو واکمني چې يو شمير غړي یې د نړيوالو بندیزونو سره مخامخ دي، په رسميت نه ده پيژندلې.

ملا حسن اخوند د حکومت په رسميت پيژندنې ته په اشارې سره زياته کړه: «موږ له چا مرسته نه غواړو. موږ دا د چارواکو له پاره نه غواړو.» نوموړي د دې په اضافه کولو سره چې طالبانو د ثبات او امنيت په تامينولو سره د په رسميت پېژندني ټول شرايط پوره کړي دي، وويل: «موږ دا څه د خلکو له پاره غواړو.»

په ياده مطبوعاتي غونډه کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې ديبورا لاينز هم خبرې وکړې. نوموړې وويل چې د افغانستان اقتصاد له يوه سخت بحران سره مخامخ دی او نړۍ باید پاملرنه ورته وکړي.

ملگري ملتونه: افغانستان له ډیر سخت ژمي سره مخامخ دی

نوموړې وويل: «ملګري ملتونه هلې ځلې کوي چې د افغانستان اقتصاد بيرته پر پښو ودريږي او اقتصادي ستونزي په بنسټیزه توګه حل کړي.»

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير امیر خان متقي هم ويلي دي چې د طالبانو اداره له نړيوالو ټولنې سره د اقتصادي اړيکو د ټينګولو په لټه کې ده. هغه وويل: «بشري مرستې د اقتصادي ستونزو يو لنډ مهاله حل دی، خو هغه څه چې په اوږد مهاله توګه ورته د ستونزو د حل له پاره اړتيا ده، د زيربنايي پروژو پلي کيدل دي.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP)

زموږ له آرشيف څخه: