1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

نيم کال وروسته: د کرونا په اړه څومره پوهيږو؟

۱۳۹۹ تیر ۱۸, چهارشنبه

شپږ مياشتې وشوې چې د سارس کوويد – ۲ ناروغي په نړۍ کې پيژندل شوې ده. له هغه راهيسې څېړونکي د دې ويروس سره د مبارزې له پاره په ډېر څه پوهیدلي دي. دلته يو څو مهمو ټکو ته اشاره شوې ده.

https://p.dw.com/p/3ewvH
Coronavirus - Virus Sars-CoV-2  COVID-19
انځور: picture-alliance/AP/NIAID-RML

نيم کال مخکې د جنورۍ مياشتې د دويمې اوونۍ په پيل کې، چينايي چارواکو په لومړي ځل اعلان وکړ چې په ووهان ښار کې يو نوی ويروس خپور شوی دی.

د ويروس پيل

کله چې د ويروس د شتون په اړه اعلان وشو نو احتمالاً له حيوان څخه به انسان ته د دې ويروس پر ليږد څو اوونۍ تیرې شوې وې.

په لومړي سر کې داسې ښکاريدل چې چينايي چارواکي د هر ډول شواهدو د پټولو هڅه کوي. تر نن ورځې پورې دا معلومه نه ده چې دغه ويروس کله او چیرته له حيوان څخه انسان ته انتقال شوی دی.

د ماښام څکالي څخه منځمهالي کوربه ته چې احتمالاً تانوکي به وو، او بيا انسان ته يې انتقال ښايي د دې ويروس د خپريدو چې اوس په يوې وبا بدل شوی دی، پيل وو.

د ويروس ظاهري بڼه

چينايي ساينس پوهانو د دې ويروس جنيتکي معلومات په ډېره کمه موده کې تشريح کړل. د جنورۍ پر ۲۱ نيټه هغوی د جينوم جوړښت خپور او بيا درې ورځې وروسته يې بشپړ معلومات خپاره کړل. دې د ټولې نړۍ ډاکتران او مايکروبيولوجستان د دې جوګه کړل چې د ويروس په درملو او واکسين جوړولو پيل وکړي. د دې ويروس ځانګړتيا هغه د ميخ په شان شکل لرونکي پروټين (ACE-2) دي چې د ويروس پر سطح موقعيت لري.

د اړوند موضوع په ارتباط زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

دا پروټين په ميلمه حجرې د نښليدو له پاره مهم دي. همدا وجه ده چې د درملو او واکسين جوړونکو ټول تمرکز د دې پروټينو پر تړلو او د مخې پر نيولو دی. معنا دا چې په يوه نه يوه لاره یې بې اغيزې کړي.

انتقال

په دې منځ کې پر نورو سربيره په يوه څېړنه کې چې د آلمان د هاينسبيرګ د ويروس پيژندونکو له خوا ترسره شوې ده، ثابته شوې چې ويروس په ځانګړي توګه په پزه او ستوني کې ډیر پراخيږي. د دې ميکروب تر ټولو ستر خطر دادی چې دا په هوا کې د معلقو ذراتو له لارې چې Aerosols بلل کيږی، خپريږي، پرته له دې چې سړي دې د يوه ککړ کس سره په مستقیمه توګه تماس لرلی وي. د دې لارې د ويروس خپريدل په ځانګړي توګه د اير کنډشننګ سیسټم په وسيله رامنځته کیږي چې د آلمان د غوښې د پروسس په کار ځايونو کې په پراخه کچه وليدل شو.

په بندو خونو کې د ډیرو کسانو شتون د هغوی له پاره خطرناک دی. همدا وجه ده چې د لاک ډاون د اقداماتو په ترڅ کې پر سينماو، صنعتي مېلو او نورو سترو محفلونو بندیز ولګول شو څو د ويروس د خپريدو مخه ونيوله شي.

په ټوله نړۍ کې پر ماسکونو اغوستلو ټينګار وشو. خو ډير ډاکتران په دې اړه پوښتنې را ولاړوي چې آيا ډيری خلک ماسکونه په خپل ورځني ژوند کې په هغه ډول کارولی شي چې ګټه ورته ورسوي او د ويروس د انتقال مخه ونيسي.

هغه څه چې د انسانانو له پاره مهم دي د لاسونو پريولل او له نورو څخه د واټن ساتل دي. همدا راز بايد خونو ته د تازه هوا د داخليدو زمینه هم برابره کړای شي.

علايم او هغه چې ډېر له خطر سره مخ دي

په لومړي سر کې فکر کیدی چې دا ويروس به د موسمي انفلونزا څخه لږ څه خطرناک وي. خو اوس یې ډاکتران په اړه ښه پوهيږي: دا ويروس د ۱۹۱۸م کال هسپانوۍ انفلونزا ته ورته ويجاړونکی ګواښ دی. خو ډير خلک د سارس کوويد – ۲ په ناروغۍ اخته کیدلی شی پرته له دې چې علايم ولري. نور بيا د دې ويروس له کبله د رامنځته کیدو ناروغۍ له کبله ډير کړيږي.

د اړوند موضوع په ارتباط زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

ځيني خلک بيا د نورو په پرتله ډير اغیزمنيږي: هغه کسان چې لا دمخه ناروغ وي، زاړه خلک، هغه چې د وينې ګروپ یې A وي او همدا شان نارينه د زيات خطر سره مخ دي.

هغه څېړونکي چې د کوويد ۱۹ قربانيان یې معاينه کړي، تاييدوي چې د وينې لوړ فشار، ديابيت يا شکر، سرطان، د سږو، ځيګر او زړه ناروغۍ په دې ويروس د مړينې خطر ډيروي. خو دا ناروغي پر يو ځوان او روغ کس هم سختيدلی شي.

درملنه

د کرونا ويروس د وبا له پېل راهيسې ډيرو شديدو مريضانو ته د ناروغۍ په لومړيو پړاونو کې مصنوعي تنفس ور کړل شو خو ټول مړه شول. اوس ډاکتران له دغه کاره صرف نظر کوي ځکه د سږو مختصصين ټینګار کوي چې د مثبت فشار لاندې مصنوعي تنفس د ګټې پر ځای سږو ته تاوان رسوي.

تر هغه چې يو مريض پخپله ساه اخيستلی شي، نو يوازې آکسيجن ورته ورکول کیږي او د مصنوعي تنفس په سیسټم پورې نه تړل کیږي. د مصنوعي تنفس سيسټم يا انتوبيشن يوازې په ډیرو عاجلو قضيو کې کارول کیږي.

په ځانګړو روغتونو کې د رغيدو پروسه د کرونا څخه د رغيدلي کس په وينې کې د جوړې شوې انتي بادي په ورکړې سره هم چټکيدلی شي. دا انتي بادي د هغه مريض په بدن کې چې دغه وينه ورته ورکړل شوي وي، د کرونا پر ضد په مبارزه لاس پورې کوي.

تر اوسه هيڅ موثره دوا نه شته

رمدسیوير یوازنۍ دوا ده چې په ځينو قضيو کې یې د ناروغۍ موده را لنډه کړې ده. همدا وجه ده چې په بازار کې یې تقاضا لوړه ده. خو دا هم کوم جادويي درمل نه دي. دا په هغو مريضانو کې د رغيدو پروسه يو څو ورځې رالنډوي چې آکسيجن ته اړتيا لري، خو په ټوله کې یې د ژوندي پاتیدو چانس نه ډيروي.

ډاکتران د کرونا پر ضد مبارزه کې يو شمير نور هغه درمل هم کاروي چې لا د مخه په باراز کې موجود دي او د نورو مرضونو پر ضد کارول کيږي.

د اړوند موضوع په ارتباط زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

واکسين به کله جوړ شي؟

د آلمان د درملو د څيړنيزو شرکتونو په حواله د واکسينو لږ تر لږه ۱۶۰ پروژې دمګړۍ تر لاس لاندې دي. د بيونتک او کيور واک شرکتونو په آلمان کې په ګډه سره د آر اين ای واکسین د لومړي او دويم پړاو آزموينو اجازه ترلاسه کړې ده.

پر دې سربیره د توبرکلوس واکسين هم شته چې د لا د مخه ورته اجازه ورکړل شوې ده. دا واکسین که څه هم چې سارس کوويد – ۲ نيغ په نيغه نه په نخښه کوي خو د انسانانو خپل د مدافعې ځواک لا پسې قوي کوي.

د آلمان د ماکس پلانګ انستيتوت څيړونکي دمګړۍ هڅه کوي دې واکسين ته په جنيتکي ټوګه وده ورکړي.

د روغتيا نړيوال سازمان په حواله د جون میاشتې تر پای پورې ۵ واکسين پر انسانانو د آزموينې په لومړي پړاو کې وو. په دې آزموينو د واکسينونو خونديتوب ارزول کیږي. اووه نور واکسينونه په ګډه په لومړي او دويم پړاو کې دي او د مدافعتي سيسټم د غبرګون په تړاو آزمويل کيږي. يوازې يو واکسين تر اوسه دريم پړاو ته رسیدلی چې په عمل کې د دې ناروغۍ د عامل پر ضد يې اغیزمنتوب آزمويل کيږي.

له دې کبله ځيني څېړونکي تمه لري چې يو اغیزمن واکسين به د روان کال تر پای پورې بازار ته عرضه شي. نور بیا وايي چې دا ښايي يو کال نور وخت هم ونيسي.

عمومي مصئونيت به کله رامنځته کيږي؟

دا يو حقيقت دی چې دمګړۍ په ټوله نړۍ کې هره ورځ زيات کسان په دې ويروس ککړيږي. د جون مياشتې تر پايه پورې کابو لس ميليونه کسان په دې ويروس اخته شوي ول. خو دا چې د نړۍ نفوس ۷،۸ میليارده ته رسيږي نو د مصئونيت کچې رسېدلو ته اوس هم يوه ډيره اوږده لاره پرته ده.

پر دې سربیره دا هم لا روښانه نه ده چې د کرونا څخه رغيدلي کسان تر کومه د دې په مقابل کې مصئون پاتيږي. د وینې د يوې معاينې د لارې سړی معلومولو شي چې آيا يو کس د ويروس په مقابل کې انتي بادي لري او که نه.