1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوې ویډیو ښيې چې د اوکراین الوتکه په دوو توغندیو ويشتل شوې

۱۳۹۸ دی ۲۵, چهارشنبه

د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې په تهران کې د اوکراین مسافر وړونکي الوتکه په دوو ایراني توغندیو ویشتل شوې ده. د رپوټ له مخې دغه توغندي یو په بل پسې نیمي دقیقې په ترڅ کې توغول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3WEJN
Iran Flugzeugabsturz Ukraine International Airlines | Wrackteile bei Teheran
انځور: Reuters/Wana/N. Tabatabaee

یوه نوې ویډیو ښيې چې په تهران کې د اوکراین الوتکه په یوه نه، بلکې په دوو توغندیو لګیدلې ده. دغه رپوټ امریکایي رسنیو «نیویارک ټایمز» او «وال سټریټ ژورنال» ورکړی دی. په دغه الوتکه کې ۱۷۶ کسان سپاره ول. دواړو رسنیو په جلا ډول دغه ویډیو تائید کړې ده.

په دغه ویډیو کې چې ډیره روښانه نه ده، لیدل کیږي چې څرنګه دوه توغندي یو په بل پسې له ۲۰ ثانیو څخه تر ۳۰ ثانیو موده کې پر دغه الوتکه لګیږي. په ویډیو کې دا هم لیدل کیږي چې څرنګه الوتکه چې اور یې اخیستی دی په بیړه هڅه کوي چې د تهران هوایي ډګر ته بیرته وروګرځي. خو د دوهم توغندي تر لګیدو وروسته الوتکه انفجار کوي او رالویږي.

دغه توغندي له ۱۳ کیلومتره وړاندې واټن څخه د ایران له یوې پوځي اډې څخه توغول شوي دي. دغه ویډیو د ایران له پوځي اډې څخه شپږ کیلومتره وړاندې د یوه کلي د کور له چته اخیستل شوې ده. دغه ویډیو د دوشنبې په شپه د یوه ایراني له لوري په یوټیوب کې خپره شوې ده.

د ځوابي برید ډار

د ایران د معلوماتو له مخې دغه اوکراینۍ مسافر وړونکي الوتکه د جنورۍ میاشتې په اتمه نېټه له متحده ایالاتو سره د ایران د پوځي تقابل په منځ کې په غلطۍ سره ویشتل شوې ده. د الوتکې تر ویشتلو دمخه ایران په عراق کې پر دوو پوځي اډو باندې چې امریکایي عسکر پکښې مېشت ول د توغندیو برید کړی وو. دغه برید د متحده ایالاتو له لوري د ایران د جګپوړي جنرال سلیماني د وژنې د غچ اخیستو له پاره شوی وو. ظاهرا تهران د امریکا له ځوابي برید څخه ویره درلوده.

په لومړي سر کې ایراني چارواکو د الوتکې د راغورځیدو علت تخنیکي ستونزه وبلله. د شنبې په ورځ ایران پر دې باندې اعتراف وکړ چې د دغه مسافر وړونکي الوتکې د راغورځولو له پاره مسئول دي.

د رپوټونو له مخې نوې ویډیو به دا سپیناوی هم وړاندې کړي چې د الوتکې مخابراتي سیستم ولې کار نه کاوه. ویل شوې دي چې مخکې له دې چې پر الوتکه دوهم توغندی ولګیږي، احتمالا لومړني توغندي مخابراتي سیستم له کاره غورځولی وي.

د ایران مشرتابه له دغه ناورین سره د چلن په برخه کې په خپل هیواد کې هم تر سخت فشار لاندې دی. په تیرو ورځو کې په دغه هیواد کې په دې تړاو سخت احتجاجونه شوي دي. په انټرنیټ کې په خپرو شوو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې د سه شنبې په ماښام هم د تهران په پوهنتون کې بیا هم احتجاج شوی دی چې په ترڅ کې یې د محصلینو او حکومتي پلوه «بسیج» ځواکونو ترمنځ آخ او ډب رامنځ ته شوی دی.

د ایران د قضایه قوې د تازه معلوماتو له مخې د مظاهرو په ترڅ کې تر اوسه ۳۰ کسان نیول شوي دي. پر دې سربیره تهران د سه شنبې په ورځ وویل چې د الوتکې د ویشتلو د پيښې په تړاو یې یو شمیر مسئول کسان نیولي دي. خو په دې هکله نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

sr/nz (dpa, afp)