1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوی صدراعظم، سوناک غواړي بریتانیا بیرته باثباته کړي

۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

د بریتانیا نوی صدراعظم، ریشي سوناک غواړي په سیاست کي بیرته اعتماد رامنځته او هم ضربه خوړلی اقتصاد بیرته پر پښو ودروي.

https://p.dw.com/p/4IhBP
Rishi Sunak | ehemaliger britischer Finanzminister
انځور: Aberto Pezzali/AP Photo/picture alliance

دغه ۴۲ کلن پخوانی د مالیې وزیر ته ترهغه وروسته چي پاچا چارلس دریم د بېکینګهم په ماڼۍ کي د حکومت د جوړولو وظیفه وسپارله، غواړي په اوله مرحله کي عامه ضروریات په نظر کي ونیسي او د تیرو صدراعظمانو اشتباهات اصلاح کړي. 
سوناک د پخوانۍ کابینې څو وزیران پر خپلو پوستونو باندي پریښول، له هغې جملې د مالیې وزیر،جریمي هنټ، خارجه وزیر، جېمز کلیورلي او د دفاع وزیر، بېن والاس.