1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوي راغلي مهاجر د آلمان له جرمي ډلو سره رقابت کوي

۱۳۹۸ آذر ۶, چهارشنبه

چارواکو ويلي چې په مخ پر ډيريدونکي توگه پر بهرنيو اتباعو په آلمان کې له تنظيم شويو جرمونو سره د اړيکو لرلو شک کيږي. زیاته شوې چې نوي رارسیدلي کډوال زياتره وخت له موجودو عربي او لبناني جنايي ډلو سره رقابت کوي.

https://p.dw.com/p/3Tpkd
Deutschland | Razzia in Mannheim Neckarstadt-West
انځور: picture picture-alliance/dpa/Bildfunk/PR-Video/R. Priebe

د آلمان د «ای آر دي» تلویزيوني شبکې په نوي مستند فلم کې ښوول شوي چې له سوریې، عراق او نورو هېوادونو څخه تازه راغلي مهاجر په آلمان کې د تنظيم شوي جنايت جوړښت ته د بدلون ورکولو په حال کې دي.

د آلمان د جنايي جرمونو فدرالي ادارې «بي کې ای» د عربي کورنيو سره د تړاو لرونکو جرمونو په اړه د پلټنو پر وخت موندلې چې د هغو شکمنو کسانو شمير چې بهرني پاسپورتونه لري، مخ پر زياتېدو دی.

د آلمان د جنايي جرمونو فدرالي ادارې مشر هولگر مونش، وويل: «په يو پر دريمه برخه پلټنو کې، د شکمنو کسانو په جمله کې کډوال هم  شامل وي. دا په دې معنی ده چې موږ بايد دې پديدې ته جدي پاملرنه وکړو.»

له تیر وخت څخه څه زده کړه شوې؟

د آلمان چارواکي لا دمخه هم د هغو ډېرو قوي ډلو په اصطلاح جنايي کورنيو سره چې له عربي نړۍ سره اړيکي لري، په مبارزه بوخت دي چې ډیری یې لبناني شاليد لري. د ميونش په حواله له سوریې او عراق څخه تازه راغلو لا دومره تنظيم شوي جوړښتونه نه دي خپل کړي.

خو هغه پر دې سربيره هم د هغې سهوو له تکرارولو څخه خبرداری ورکړ چې آلماني چارواکو په ۱۹۷۰م کال کې دې هېواد ته په زیات شمیر کې د لبناني مهاجرو د راتگ پر وخت کړې وه. 

Deutschland Duisburg Verbotene Millionentransfers - Durchsuchungen in fünf Bundesländern
د آلمان پوليس د تلاښې په حال کې ليدل کیږيانځور: picture-alliance/dpa/C. Reichwein

میونش زياته کړه چې د دغې سهوو پايلو وښووله چې «دغه جريانونه د کلونو له پاره همداسې پرې نه ښودل شي. دا زما په نظر ستر درس دی چې موږ اړتيا لرو له  تیرو ديرشو کلونو څخه یې زده کړو.»

د «جگړې تجربه» لرونکي مهاجر

د آلمان د لويدیځ ښار ايسن د پوليسو مشر فرانک ريشتر، د «ای آر دي» تلويزيوني شبکې ته وويل چې دغه نوي راغلي کډوال دلته موجودې ډلې تر فشار لاندې راولي او له دوی سره یې سيالي پېل کړې ده.

په داسې حال کې چې دغه ډلې له اوږدې مودې راهیسې له عراقيانو څخه د مخدره موادو د انتقالونکو په توگه کار اخلي، چارواکي دې ته متوجې شوي چې اوس ځيني نوي راغلي کډوال هڅه کوي د دغو کسانو ځای ونيسي.

ريشتر دا هم وويل چې ښايي په راتلونکي کې د دې نويو او پخوانيو ډلو ترمنځ شخړې هم رامنځته او را برسیره شي. هغه زياته کړه چې ځيني نوي راغلي کډوال په جگړه ځپلو سيمو کې د ژوند کولو له وجې د «جگړو تجربه» لري. هغه وویل: «هرو مرو به دا د هغه حالت په پرتله چې موږ یې اوس لرو يو ستونزمن وضيعت وي.»

پوليس نورو وسايلو ته اړتيا لري

جنايي ډلې په ټول آلمان کې فعاليت کوي او يوازې په برلين کې په زرونو غړي لري. د برلين د کورنیو چارو وزير اندرياس گايزل، وويل چې د آلمان په پلازمينه کې دغه ډول جرمونه د «شلو بانفوذه کورنيو» په لاس کې دي چې اووه او يا اته یې ډېر په جرمونو کې ښکيلې دي. نوموړي له «ای آر دي» تلویزيوني شبکې سره د خبرو پر وخت زياته کړه چې چارواکي د جرايمو سره د مبارزې له پاره «اضافي وسايلو» ته اړتيا لري.

bs/ms (AFP, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: