1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نورستان ولايت د ملې پارک په توګه اعلان شو

۱۳۹۹ خرداد ۱۹, دوشنبه

د افغانستان د چاپيريال ساتنې ملې ادارې د «چاپيريال ساتنې نړيوالې ورځې» په مناسبت نورستان ولايت د ملې پارک په توګه اعلان کړ. د غزنې، تخار او کندز ولايتونو ځينې برخې هم د طبيعي او وحشي ژويو لرونکو ځايونو په توګه اعلان شوې.

https://p.dw.com/p/3dQMg
Afghanistan Nuristan Nationalpark
انځور: Nuristan Gov Office

په افغانستان کې جګړه مدام ستر زيانونه طبعي زيرمو ته رسوې، خو دغه هيواد اوس د چاپيريال ساتنې او د وحشی ژویو د ژغورنې له پاره ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د چاپيريال ساتنې ملې ادارې کې د عامه معلوماتو  امر غلام سخې سخا له دویچه ويله سره په مرکه کې وويل: «نن د جمهورې ریاست په ارګ کې د رسمي مراسمو په لړ کې د ولسمشر له خوا، نورستان ولايت د طبعي شتمنیو له کبله د ملي پارک په توګه اعلان شو.»

هغه زیاته کړه چې د چاپيریال ساتنې ملي او نړيوالو کارپوهانو د نورستان طبيعي شتمنيو او په افغانستان کې د  نورو څلورو سیمو په اړه پراخې څيړنې تر سره کړي دي. نوموړي زياته کړه: «په غزني ولايت کې د ناهور دښته، په تخار ولايت کې درقد ولسوالي او  د کندز ولايت امام صاحب ولسوالې د ملی پارک په توګه اعلان شوې.»

له دې پخوا  په بامیانو کې بند امیر او په بدخشان کې د دره واخان هم د ملي پارک په توګه اعلان شوي وې، د نورستان ولايت د افغانستان دريم ملي پارک دې. د نورستان والې حافظ قيوم وويل: « دا د نورستان د پرمختګ او ترقۍ سبب کيږې، ځکه چې د داخلي او بهرنيو سيلانیانو پام دغې ولايت ته راګرځې.» هغه زياته کړه:  «په عين وخت کې د چاپيريال ساتنې او وحشی حيواناتو د حفاظت له پاره هم زياته هڅه کيږې.»

د نورستان والې د افغانستان د نورو ولایتونو له اوسیدونکو څخه غوښتنه وکړه چې د سيل او ګرځيدنې صنعت ته وده ورکړې او له دغې ولايت لیدنه وکړې: «موږ تاسې ته ډاډ درکوو،چې نورستان امن ولایت دې او تاسی کولې شئ د سیل او ساعتيرۍ له پاره د طبعی مننظرو لیدلو  ته دلته راشئ.»

Afghanistan Nuristan Nationalpark
انځور: Nuristan Gov Office

هغه په هیله مندئ سره وويل،په دغه ولايت کې شخصي سکتور د خپلې ګټې او د سياحت ودې له پاره له دولتي سکتور سره همکاري وکړې.

آيا نورستان په رښتيا امن دې؟

په افغانستان کې ياغې توب او ترهګرې داسي موضوع نه ده، چې ترینه انکار وشي. نورستان ولايت د افغانستان په ختيځ کې د پاکستان سرحد ته نږدې پروت دې چې مدام د طالبانو او ترهګرو ډلو ځاي دې.خو د دغه ولايت والي وايې: « په افغانستان کې د نورستان ولايت امنيت يو مثال دې. په خاصه توګه د نورستان ولايت مرکز او ورته تلونکې لارې امنې دي. موږ هره ورځ د سیلانيانو له پاره د خپل ولايت د وضعیت د لا ښه کولو کوښښ کوو.»

د غزني ولايت ناهور،د تخار ولایت درقد ولسوالي او د کندز ولايت امام صاحب ولسوالي هم ډيرې ناامنه سیمې دي او حتي یاغیان ادعا کوي چې په بشپړه توګه د دوي په کنترول کې دي.

د افغانستان د چاپيريال ساتنې ادارې چارواکي هم چاپيريال او وحشي ژويو ته د زیان رسیدلو اصلي علت ناامنې ګڼې. سخا دویچه ویله ته وويل:«هيله مند يم چې د دولت وسله وال مخالفين په پاې کې په دي وپوهيږې چې طبعي شتمنۍ د افغانستان د ټولو خلکو پانګه ده او د هغي په ساتنه او بیا رغاونه کې مرسته او همکاري وکړې.»

Afghanistan Nuristan Nationalpark
نورستان ولایتانځور: Nuristan Gov Office

ناقانونه ښکار او د ځنګلونو پريکول

په ناقانون ډول ښکار او د ځنګلونو پريکول هم په افغانستان کې يوه پخوانۍ ستونزه ده. د افغانستان د چاپيريال ساتنې اداره دا منې چې په دغه هیواد کې ناقانونه ښکار او د ځنګلونو قطع کول لا هم دوام لري، خو په دې ټينګار کوي چې (ټولې اړوندې ادارې)د چاپيريال ساتنې او د وحشی حيواناتو د ژغورنې له پاره له يو بل سره باید همکارې وکړې.

افغانستان د وحشي ژویو خاصې بيلګې لرې، چې ځينې يې لکه د واورو پړانګ او مارکوپولو پسونه د کمیدو په حال کې دي. له ټولو څخه زيات بيلا بيل الوتونکې ښکار کيږې او داسي رپوټونه خپاره شوې چې د سیمې هيوادونو څخه ښکاريان د ځينو سیاست والو او سیمه ايزو واکدارانو څخه اجازه اخلي او ساعتيرۍ او ښکار په موخه افغانستان ته راځې.

د چاپيريال ساتني ملي ادارې د ۱۳۹۹ «د چاپيريال ساتنې له پاره د خلکو او دولت د همکارۍ» کال نومولې او روانه اونۍ يې د «چاپيريال ساتنې» ته ځانګړې کړې.» د «د ژوند ډولونه» او د «طبیعت له پاره فرصت» د چاپيريال ساتنې د سږنۍ ورځې  شعار وو.