1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل د سولې جایزې ګټونکی: نړۍ په خطرناک وخت کې قرار لري

۱۳۹۸ شهریور ۸, جمعه

د شرقي تیمور پخوانی ولسمشر د نوبل د سولې جایزې ګټونکی جوزه راموس هورتا وايي چې نن نړۍ له بد وضعیت سره مخامخ ده او په وینا یې ښه بیلګه د کشمیر وضعیت دی. نوموړي د افغانستان د سولې پروسې ته هم خوشبینې څرګنده کړه.

https://p.dw.com/p/3OkOr
Lindau Interreligiöses Treffen im Allgäu Jose Ramos Horta
انځور: DW/Ayu Purwaningsih

د آلمان په لينداو ښار کې د «ادیان د سولې له پاره» په نړیوال کنفرانس کې له ټولې نړۍ څخه د ادیانو مذهبي مشرانو او استازو د ګډون سربیره، د شرقي تیمور د سولې اتل او د دې هیواد پخوانی ولسمشر او لومړی وزیر جوزه راموس هورتا هم ګډون کړی وو. نوموړي له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل چې نن ورځ په نړۍ کې د روانو کشمکشونو او جنګي وضعیت د پای له پاره ټول اړخونه اړ دي چې په خپلو کې خبرې وکړي او شخړې د خبرو له لارې حل کړي. دلينداو په دغه نړیوال څلور ورځني کنفرانس کې د نړۍ له شاوخوا ۱۲۵ هیوادونو څخه نیږدې ۱۰۰۰ تنه مذهبي مشرانو او استازو ګډون کړی وو.

هورټا په خپله مرکه کې همدا راز وویل چې نړۍ اوسمهال له یوه ډیر خطرناک وضعیت سره لاس او ګریوان ده. نوموړي د بیلګې په توګه د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کشمیر د مسئلې پر سر روان وضعیت ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې له هر لوري څخه یو کوچنی ناسم اقدام د دې شخړې ډول ته په بشپړه توګه تغیر ورکولی شي.

د نوبل د سولې جایزې ګټونکي هورټا په خپلو خبرو کې د افغانستان د شخړې یادونه هم وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې لا هم جګړه ادامه لري او د دې جګړه ځپلي هیواد خلک له مودو راهیسې له جګړو او ناخوالو کړیږي. له دوو لسیزو راهیسې جګړه سخته جګړه راونه ده او دغه شخړه لا هم ادامه لري. اوس په افغانستان کې د سولې یوه پروسه روان ده او زیاتوي چې هیله من یم دغه پروسه به د افغانستان کړکیچ او شخړو ته د تل له پاره د پای ټکی کیږي.

BdT Jose Ramos-Horta
انځور: AP

هورټا له ۲۰۰۷م کال نه تر ۲۰۱۲م کاله پورې د شرقي تیمور ولسمشر وو او تر دې وړاندې له ۲۰۰۶م کال نه تر ۲۰۰۷م کاله پورې نوموړي د شرقي تیمور د لومړي وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده. د شرقي تیمور د شخړې د سوله ایز حل په برخه کې د خپلو هڅو له کبله نوموړي په ۱۹۹۶م کال کې د خپل یوه بل هیوادوال بشپ کارلوس بپلو سره په ګډه د نوبل د سولې جایزه هم وګټله.

 له نن څخه ۲۰ کاله وړاندې د ۱۹۹۹م کال د اګست میاشتې په ۳۰مه نیټه، د شرقي تمیور خلکو د یوې ټولپوښتنې له لارې له اندونیزیا څخه د خپلواکۍ د اخیستلو پریکړه وکړه چې تر دې ټولپوښتنې وروسته په شرقي تیمور کې پاڅون او شورش پیل شو. په دې ترڅ کې د هورټا او د دې هیواد د نورو مشرانو او رهبرانو د هڅو په پایله کې دغې شخړې او یاغیتوب ته په سوله ایزه توګه د پای ټکی کیښودل شو او تر خپلواکۍ وروسته د اندونیزیا او شرقي تیمور ترمنځ ښې اړیکې ادامه لري.

په لينداو کې له دویچه ویله سره په مرکه کې د شرقي تیمور اوسیدونکي او د نوبل جایزې ګټونکې همدا راز زیاته کړه چې د نړۍ په مختلفو برخو کې نن ورځ راولاړ شوی جنګي وضعیت د انسانانو پر ژوند منفي اغیز کوي. نوموړي وویل چې په دې کړکیچن وخت کې د نړۍ مشران باید پر خبرو او مذاکراتو ډیر تمرکز وکړي. نوموړي په دې برخه کې د سوریې، جنوبي کوریا او په میانمار کې د روهنګیايي مسلمان لږکیو وضعیت یادونه وکړه.

هورټا په دې باور دی چې اتومي وسلې د دې نړۍ له پاره تر ټولو ستر خطر دی او په خبره یې چې کله یو هیواد د اتومي وسلو د جوړولو له پاره هڅې پیل کړې، نو د دوی ګاونډي هیوادونه هم بیا په ورته عمل لاس پورې کوي. د شرقي تیمور دغه پخواني چارواکي وویل: «زما ښه په یاد دي چې په ۷۰مو کلونو کې کله چې هندوستان د اتومي وسلو خپله لومړنۍ آزموینه وکړه، نو د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر بهټو وویل چې دوی به هم حتماً اتومي وسلې جوړې کړي، ان که چیرته د دې هیواد [پاکستان] خلک وښو خوړلو ته هم اړ شي.»

د هورټا په خبره په حقیقت کې نن ورځ په ټوله نړۍ کې مسایل زیات شوي او لا پسې شدید شوي دي او د دغو ستونزو د عاجل حل له پاره هم انتظار موجود نه دی. د هغه په خبره، خبرې او مذاکرات داسې یوه لار ده چې پرمټ یې هر راز ستونزې حلیدلی شي.

زموږ له آرشیف څخه: