1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوئ مستند فلم: انګيلا ميرکل او مهاجرين

۱۳۹۸ شهریور ۳, یکشنبه

یو نوئ مستند فلم ښيي، چي په ۲۰۱۵ م کال کي څنگه په بوداپست حالت له کنټرول څخه وځي او په سلونو مهاجرو په پښو باندي حرکت راکوي. ایا میرکل په دې پوه وه او هغه ته یې تیاری درلود؟

https://p.dw.com/p/3OSIw
Ankunft von Flüchtlingen am Bahnhof München
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د ۲۰۱۵ م کال دسپتمبر ۱۴ مه یوه ډیره مهمه تاریخي ورځ ده. په دې ورځ باندي په سلهاوو مهاجرو د هنگري د پایتخت بوداپست څخه د جرمني پر خوا په پښو باندي حرکت راوکړ. اوس د جرمني دوهم ټلویزوني چینل- ZDF پسله څلورو کلونو څخه یو مستند فلم جوړ کړی دی، کوم ته چي ریژیسور (کریستیان توېنته) یې « د تصمیم نیولو لحظاتو» عنوان ورکړی دی. توېنته کوښښ کړی دی، چي تر ډیره حده پوري دهغه وخت لحظې او واقعې په اصلي شکل باندي راواخلي او لاسوهنه پکښي ونه کړي. د هغه په جوړولو کي یې د عیني شاهدانو او په حکومت کي شاملو وزیرانو او مسؤلینو څخه هم پوښتنی کړي دي.

مستند فلم دا بیانوي، کله چي د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل په دغه ورځ سهار ناری کاوه، نو پدې نه وه خبره، چي دغه ورځ به څومره اوږدیږي، نورو ورځو ته به هم غزیږي او په مجموع کي به واقعات څه ډول انکشاف پیدا کوي؟ دې خپل د هغه وخت یو مشاور په دغو الفاظو سره خپل حضور ته ومانه:«زه تاسي ته اطمینان درکوم، چي نن به دومره ډیره جنجالي او ستړې کونکې ورځ نه وي.»

دا هم پداسي حال کي وه، چي یوه ورځ دمخه په بوداپست کي حالت په ډراماتیک ډول سره خپل اوج ته رسیدلئ او له کنټرول څخه وتلی ؤ. په سلهاوو مهاجر، چي اکثریت یې سوریایان ول، هلته بند پاته وه. د هنگري صدراعظم ویکتور اوربان پریښول، چي حالت د کنټرول څخه ووزي. ځکه چي په خبره یې د مهاجرينو ورځ په ورځ ډیریدل بلاخره د جرمني یو مشکل دی او نه د هنگري.

EU-Kommission verklagt Ungarn wegen Stop-Soros-Gesetz
د هنگري صدراعظم ویکتور اوربانانځور: picture-alliance/dpa/T. Kovacs

ميرکل مجبوره کیږي، چي تر خپلوعادي ملاقاتونو وروسته، لمړی بایرن ایالت او بیا نورراین ویستفالن ایالت ته ولاړه سي. پر لاري به یې په تکرار سره د حالت ارزیابي کولو له مرکز سره تماس نیوئ. په دې منځ کي په سلهاوو کسانو حرکت راکړی ؤ. هنگري پولیسو د هغوی د تگ ممانعت نه کاوه او پریښول یې چي تیر سي. هغوی پر لویو لارو باندي د غرب پر خوا په حرکت کی وه او هدف یې دا ؤ، چي د هنگري څخه ووزي او د اطریش له لاري ځانونه جرمني ته ورسوي.

د هغه وخت د کورنیو چارو د وزیر، توماس دې میزېر په خبره، د دومره ډیرو انسانانو راتگ بلاخره میرکل دې ته مجبوره کړه، چي ووايي، دا اسانه نده، چي سرحدونه دي وتړل سي. خو بیا د هغه وخت د الماني خبري آژانس رییس، گیرهارد شیندلر وايي، چي دولت نه غوښتل،  ددغه حالت خراب او بې خونده تصاویر خپاره سي.

میرکل په همدې ورځ باندي ډیر تلیفونه وکړه. د هغه وخت د اطریش د صدراعظم، وېرنر فایمن سره هم او ورڅخه یې جدي غوښتنه کوله، چي مهاجرين قبول او واخلي.

Ägypten - Syrische Flüchtlinge in Ägypten
انځور: H. Allahham

په مستند فلم کي، چي وروسته کوم تصاویر ښکاره کيږي، اکثرأ معلوم دي او هغه د ستړو ستومانه مهاجرو تصاویر دي، چي د مونشن په مرکزي سټیشن کي د منتظرو کسانو له خوا په خوښۍ سره ورته ښه راغلاست ویل کیږي.

خو د دې میزېر په نظر دغو حالاتو او د هغه انکشاف په المانۍ ټولنه کي یو لوی درز رامنځته او هغه یې سره وویشله.

Deutschland AfD & Religion | AfD-Protest "Jesus Christus gehört zu Deutschland"
انځور: Imago/C. Ditsch

په مجموع کي دغه مستند فلم خپلو لیدونکو ته دا بیانوي، چي هغه مهال څنگه په ډیر لږ وخت کي حالات له کنترول څخه وځي او سیاست والو داسي یوې لويي پیښي ته هیڅ تیاری نه درلود.

زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:( 11.12.2018)