1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننگرهار: د پاکستان ويزې اخيستلو پر مهال ۱۱ مېرمني مړې شوي

۱۳۹۹ مهر ۳۰, چهارشنبه

د ننګرهار چارواکي وايي چې پاکستان ته د ويزې نوبت اخيستلو پرمهال په گڼه گوڼه کې ۱۱مېرمني مړې شوي دي او ۱۲ کسان ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3kDV5
Afghanistan Straßenszenen in Dschalalabad
انځور: DW

د ننګرهار د سیمه ایز روغتون ویاند ګلزاده سنګر ويلي دي چې دغه شمېر مړي او ټپيان نن سهار جلال اباد حوزوي روغتون ته وروړل شوي دي. هغه وايي چې په دولسو ټپيانو کې هم یوازې درې نارینه او پاتې نهه مېرمنې دي، چې د ځینو روغتیايي حالت هم ښه نه دی.

چارواکي وايي، ښايي د مرګ، ژوبلې شمېر تغیر وکړي. د ننګرهار یوې امنیتي سرچینې هم دا خبر تائید کړې ده.

پاکستان ته د ويزې اخيستلو له پاره نوبت په جلال اباد کې د فوټبال په لوبغالي کې ورکول کېږي او دغه پېښه هم همالته د ډېرې ګڼې، ګوڼې له امله رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پاکستان ويزې اخيستلو له پاره نوبت په ویش کې د ځینو کسانو د مړه کېدو خبره مني؛ خو وايي چې په دې اړه به بشپړ مالومات وروسته خپاره کړي.

له اوږده ځنډ وروسته ننګرهار د پاکستان قونسلګرۍ د ویزو ورکړه پیل کړې ده. ولسي وګړي وايي، د ویزې اخستونکو ډېروالی او د قونسلګرۍ او ننګرهار چارواکو ناسم مدیریت لامل شوی چې په ویزه اخيستلو کې رشوت او واسطه بازي اوج ته ورسيږي چې له امله یې دا وړ پېښې رامنځته کېږي.

د فرمان الله په نوم د ننګرهار د ګردي غوث یوه اوسېدونکي دویچه ويله ته وویل، د شپې پر یوې بجې ويزې ته په نوبت اخيستلو پسې ورغلی؛ خو هېچا ته وار نه رسېږي. دی وايي، په خپلو سترګو یې ولیدل چې شپږ مېرمنې په ګڼه ګوڼه کې د خلکو تر پښو لاندې شوې وې.

یو بل کس، چې زخمي ته یې غېږه ورکړې وه، وويل: »نه څوک پاسپورت اخلي، نه ورته څوک ګوري، دا څه حال دی، له دې خو ویزې بندې ښې وې.«

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ یو اوسېدونکی او قومي مشر مطیع الله وايي، ټوله شپه یې له فوټبال سټیډیم سره نیږدې رڼه کړې ده، خو په وینا یې، هلته د ویزو له پاره ټوکنو ورکولو کې " انسانانو ته د انسانانو په سترګه نه ګوري...".

د ننګرهار چارواکو د ویزو د ویش له پاره یو مېکانیزم رامنځته کړی چې له مخې یې هره ورځ زرو کسانو ته د ویزو له پاره نوبت ورکول کېږي.

له دې چارې ځینې مدني فعالان هم څارنه کوي؛ خو داسې ګنګوسې هم شته چې ګوندې مدني فعالانو هم په دې برخه کې د خلکو په وینا، فساد پیل کړی دی.

د ننګرهار مرکز جلال اباد کې د پاکستان ويزې ته د نوبت اخيستلو پرمهال ګڼه ګوڼه کې د مېرمنو تر پښو لاندې کېدو پېښې سملاسي وروسته دغه پروسه د لنډ وخت له پاره ځنډول شوې وه؛ خو ساعت وروسته بېرته پیل شوه.

اميد ديدار/ ننگرهار