1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار کې له پاکستانه راستنیدونکو کډوالو ته پنډغالی جوړیږي

۱۴۰۲ آبان ۵, جمعه

د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې له پاکستانه تازه راستنو شويو کډوالو ته پر ۶۵۰ جريبه ځمکه د لنډمهالې پنډغالي د جوړېدو چارې پيل شوې دي. اړونده مسوولین وايي، په دغه پنډغالي کې به ۵۰۰ کورنيو ته له يوې ورځې تر درېيو مياشتو د مېشتېدو زمينه او ګڼې نورې اسانتياوې برابرې شي. خو پوښتنه دا ده چې ایا دا به له پاکستان څخه د احتمالي ټولو اخراجیدونکو کسانو له پاره کفایت وکړي؟

https://p.dw.com/p/4Y5ln