1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې ۹ کسان وژل شوي

۱۳۹۸ آبان ۳۰, پنجشنبه

د چارواکو په حواله د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ نښته شوې چې له امله یې له دواړو کورنیو نهه کسان وژل شوي او څلور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3TQtp
Karte Afghanistan Provinz Nangarhar Deutsch
انځور: DW

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي، دویچه ویله ته وویل چې دغه پېښه د یاد ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند بډاکڅ سیمه د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر ۲۱ نیټه) سهار موده شوې ده.

خوږیاڼی وويل چې پېښه د انور او وریښمین په نومونو کسانو د کورنیو تر منځ د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې چې پنځه کسان د انور او څلور د وریښمین له کورنۍ وژل شوي دي.

هغه زياته کړې دغو کسانو نن سهار تر لفظي شخړې وروسته پر یو بل ډزې کړي دي.

په دغه پېښه کې څلور کسان ټپيان شوي هم دي. خوږياني وویل چې په وژل شویو او ژوبلو کې سپین‌ږيري او ځوانان شامل دي.

د خوږیاڼو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل چې دغه پېښه د یوې مېرمنې پر سر د پخوانۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د کورنیو ترمنځ د روغې له پاره  پخوا هم یو ځل جرګه کړې شوې وه خو په روغه جوړه نه وو بریالي شوي او نن سهار شا او خوا شپږ بجې یې بیا هم د جرګې پرمهال پر یو بل ډزې کړي چې نهه کسان پکې وژل شوي او څلور ژوبل دي.

د ننګرهار د سیمه ایز روغتون وياند وويل چې له یادې پېښې روغتون ته درې جسدونه او څلور ټپیان وروړل شوي دي، چې ټپیان اوس تر درملنې لاندې او روغتیايي حالت یې ښه دی. هغه زياته کړه چې څلور سره ټپيان ځوانان دي.

په ننګرهار او په ټوله کې په ختیځو ولایتونو کې تر دې دمخه هم د کورني تاوتریخوالي له امله دا ډول پېښې شوي دي چې پکې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

اميد ديدار، ننگرهار