1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سیند کې د ډوبې شوې کښتۍ له امله شاوخوا ۲۰ تنه مړه شوي

۱۴۰۳ خرداد ۱۲, شنبه

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په باسول سېمه کې د یوې ډوبې شوې کښۍ له امله شاوخوا ۲۰ تنه مړه شوي دي. د راپورونو په حواله په مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او یوازې پنځه تنه ژغورل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4gWVG
ارشیف انځور: د  ننګرهار مومندرې ولسوالي
ارشیف انځور: د ننګرهار مومندرې ولسواليانځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د باختر دولتي خبري اژانس رپوټ ورکړی چې په دې کښۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه سپاره وه چې ۲۰ تنه مړه شوي او یوازې پنځه تنه ژغورل شوي دي. یاده پېښه نن په ځایي وخت د سهار اووه نیمې بجې رامنځته شوې چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

بل لور ته د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مطبوعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي وایي چې په دې پېښه کې تر اوسه یوازې د ۶ تنو مړو جسدونه او ۱۰ نور ټپیان موندل شوي خو ځینې لا هم لادرکه دي چې سېمې ته تللي د ژغورنې ټیمونه یې د پیدا په لټه کې دي.

د دوی په خبره چې په ټپیانو کې د دریو روغتیایي وضعیت نازک وه چې د ننګرهار سېمه ییز روغتون ته انتقال شوي دي.

د ډوبې شوې کښتۍ په سپرو کې ښځې او ماشومان هم شامل وه چې د مړو په موندل شویو جسدونو کې هم دوه ښځې، درې ماشومان او یو نارینه دی.

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په زیاترو برخو چې د کونړ سیند تیر دی، ځایي خلک د خپلو ورځنیو چارو لپاره د پلونو د نه شتون له امله کوچنۍ کښتۍ کاروي چې وخت نا وخت ورته مرګونې پېښې پکې رامنځته کېږي.

ننګرهار کې سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي