1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار: په دينې مدرسه کې چاودنې اته تنه ټپيان کړې

۱۴۰۱ تیر ۱۱, شنبه

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې تیره شپه د دغه ولایت د روداتو ولسوالۍ په یوه ديني مدرسه کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۸ زده کونکي ټپيان شوي دي. ویل شوي چې چاودنه د لاسي بم ده.

https://p.dw.com/p/4DYee
Afghanistan | Angriff auf Gefängnis in Dschalalabad
د آرشیف انځور - ننګرهارانځور: imago images/Xinhua

يوه ځایي چارواکي د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جولای دويمه) د آلمان خبري آژانس ته وويل د ټپي شوو زده کونکو په ډلې کې د دوو تنو روغتیاي وضعیت نازک وو چې روغتون ته رسول شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د پولیسو وياند، عبدالبصير زابلي، په افغانستان کې فعال چينل، طلوع نيوز، ته وويل چې دغه چاودنه د لاسي بم وه چې د روداتو ولسوالۍ ېوې ديني مدرسې ته غورځول شوی دی. هغه وويل په دغې مدرسه کې شپې له خوا هم زده کونکي اوسيږي. ځينو رسنيو دغه مدرسه د عثمان ذالنورین په نوم ښودلې ده.

د آلمان خبري آژانس په حواله تر اوسه د دغې پيښې مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

 

د داعش ډلې جنګيالي په افغانستان، په ځانګړې توګه د افغانستان په ختيځ کې فعال حضور لري چې غالباً د طالبانو پر امنيتي ځواکونو او مذهبي لږګیو باندې بريدونه کوي. دغې ډلې په تر ټولو تازه مورد کې په کابل ښار کې د طالبانو پر يوې غونډې د حملې مسئولیت منلی دی.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د سیکهانو پر یو عبادت ځای وسلوال برید وشو چې د طالبانو په وينا دوه کسان په کې ووژل شول. د یادې حملې مسئوليت هم داعش ډلې منلی وو. طالبانو هغه وخت تر حملې څو ساعته وروسته وويل چې دوو وسلوالو پر درمسال برید کړی وو چې د دوی ځواکونو له خوا ووژل شول.

آ./م.ک.ص./ا.ا.