1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ننګرهار: پر واده ۱۳ کلن ځانمرګی بریدګر درانه تلفات اړولي

۱۳۹۸ تیر ۲۱, جمعه

د ځايي چارواکو په حواله په ننګرهار ولایت کې د جمعې په ورځ یوه ځانمرګي بریدګر د واده پر مراسمو برید کړی چې په پایله کې یې پنځه تنه وژل شوي او د واده په لسهاوو نور میلمانه بیا ټپیان دي. طالبانو د برید مسوولیت رد کړی دی.

https://p.dw.com/p/3LxQi
Karte Afghanistan Provinz Nangarhar Deutsch
انځور: DW

نن د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې په ۱۲مه نیټه) په شرقي ننګرهار ولایت کې ځايي چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې یوه ځانمرګي برید په دې ولایت کې د واده پر مراسمو برید کړی چې په پایله کې یې پنځه ته وژل شوي او لسګونه نور بیا ټپیان شوي دي.

طالبانو چې د قطر په غونډه کې یې د ملکي تلفاتو د کمښت ژمنه کړې وه، په دې ځانمرګي برید کې لاس لرل رد کړي ډي. په ننګرهار کې د طالبانو سربیره د اسلامي دولت یا داعش په نامه ډله هم حضور لري چې وخت نا وخت پر حکومتي او غیر حکومتي هدفونو بریدونه ترسره کوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «نن سهار اته بجې، یوه ځانمرګي بریدګر د واده په مراسمو کې ځان ته چاودنه ورکړې چې په پایله کې یې پنځه تنه وژل شوي او له ۴۰ ډیر ټپیان دي.» دی وايي، لومړني ورکړل شوي ارقام وروستي نه دي، ښايي تغیرات پکې راشي.

بل لوري ته د ننګرهار د سیمه ایز روغتون ویاند ظاهر عادل، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې تر اوسه پورې دوه جسدونه او ۱۱ ټپیان د ننګرهار مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

Afghanistan Explosion in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

په عین وخت کې ځايي چارواکي وايي، نن سهار د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د قومي مشر او ولسي پاڅون کوونکیو د مشر ملک تور د وراره واده کې ځانمرګی برید شوی، چې تر اوسه ترې د پنځو کسانو د وژل کېدو او تر څلوېښتو نورو د ژوبلېدو خبر ورکړل شوی دی. پېښه د پچیراګام ولسوالۍ په لاندې پچیر سیمه کې شوې ده.ویل شوي، دغلته د ګڼ شمېر ولسي خلکو په ګډون یو شمېر ولسي پاڅونوال هم موجود وو، چې ښايي هغوی ته هم مرګ، ژوبله اوښتې وي. ملک تور څه د پاسه دوه کاله وړاندې هغه مهال د داعش خلاف وسله پورته کړه، کله چې پر یادې سیمې داعش ډلې یرغل پیل کړ.

دغه برید د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او افغان سیاستوالو تر دوه ورځنۍ غونډې یوازې څو ورځې وروسته ترسره کیږي. د قطر د بین الافغاني غونډې په پای کې ګډونوالو سولې ته د رسیدو له پاره یو ګډ پریکړه لیک هم خپور کړ چې پکې صفر ته د ملکي تلفاتو د راټیټولو ژمنه شوې ده. په ورته وخت کې په دوحه کې د طالبانو استازو او د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ هم خبرې شوي دي. خلیلزاد تر دغو خبرو وروسته چین ته تللی او یادې خبرې یې ډیرې اغیزمنې بللي دي.