1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننګرهار درې پر له پسې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۰ شهریور ۲۷, شنبه

په ننګرهار کې د طالبانو پر موټرو درې پر له پسې چاودنې شوي. د عيني شاهدانو له قوله ویل شوي چې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/40UMs
Afghanistan Bildergalerie Nach Abzug der Truppen
د آرشیف انځور - طالبان په کابل کېانځور: HOSHANG HASHIMI/AFP via Getty Images

له جلال آباد څخه د اسوشتید پریس خبري آژانس لیکي چې په دغه ښار کې د شنبې ورځې بریدونو مسئوليت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخستي، خو داعش ډله چې د طالبانو دښمنه ده، مرکزيت يې د افغانستان په ختيځ کې دی.

ياد آژانس د عيني شاهدانو له قوله ليکي چې په دغو چاودنو کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي خو وضاحت يې نه دی ورکړی چې آيا په وژل شوو او ټپیانو کې د طالبانو چارواکي هم شامل دي او که نه.

دا په داسې حال کې ده چې په همدې ورځ په پلازمينه کابل کې هم یوه بمي چاودنه شوې چې د رپوټونو پر اساس دوه کسان په کې ټپیان شوي دي. تر اوسه روښانه نه ده چې د کابل په بمي چاودنه کې هدف څوک وو.