نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ دی ۲۷, سهشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۵۹۵م کال پر همدې ورځ د فرانسې پاچا، هینري څلورم، د هسپانیې سره د جګړې اعلان وکړ.
د ۱۷۵۹م کال پر نن ورځ د روم امپراطورې د پرویس سره د جګړې اعلان وکړ.
د ۱۹۴۸م کال پر همدغه ورځ هالنډ او د اندونیزیا جمهوریت د ډز بندې تړون لاسلیک کړ.
د ۱۹۹۴م کال د جنورې په ۱۷مه د کلیفورنیا په شاوخوا سیمو کې د زلزلې له امله ۶۱ تنه ووژل شول او تر ۱۰ زرو زیات ټپیان شول.
د ۱۹۹۵م کال پر همدې ورځ په جاپان کې یوه سخته زلزله رامنځ ته شوه چې تر ۵ زرو څخه زیات کسان په کې ووژل شول. دا په تیرو ۷۰ کلونو کې تر ټولو خونړۍ زلزله وه.
د ۲۰۰۴م کال نن ورځ په پاریس کې کابو ۱۰ زرو ښځو د فرانسې د دولت له لوري د هغه پلان پر ضد چې مقصد یې پر نقاب بندیز وو یو لاریون تر سره کړ.
د ۲۰۰۷م کال پر همدغه ورځ په فلیپین کې د ابو سیاف د ډلې چې د القاعدې ترهګرې ډلې سره تړاو لري یو لوړپوړی قوماندان د فلیپیني ځواکونو له لوري ووژل شو.
د ۲۰۰۸م کال د جنوري د میاشتې په ۱۷مه نیټه د برټش ایر ویز د هوایي شرکت یوه مسافر وړونکي الوتکه چې د بیجنګ څخه یې پرواز کړی وو د لندن په هیترو میدان کې د ناستې پر وخت د پیښې ښکار شوه. په دغه پیښه کې د ۱۵۲ مسافرو څخه یواځې ۱۹ تنه ټپیان شوي ول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل