نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ دی ۱۱, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۸۰۳م کال پر همدې ورځ ډنمارک، ویسټ انډیز ( په هغه وخت کې د ډنمارک مستعمره) ته د غلامانو په لیږد بندیز ولګاوه.
د ۱۸۰۴م کال پر نن ورځ د هایټي هیواد په خپله د فرانسې څخه خپله آزادي اعلان کړه.
د ۱۸۰۸م کال پر همدغه ورځ د امریکا متحده ایالاتو کانګریس په رسمي توګه د افریقایي غلامانو په تجارت بندیز ولګاوه.
د ۱۹۰۱م کال د جنوري په لمړی نیټه آسترالیا د همګډو هیوادونو د ټولنې اعلان وکړ.
د ۱۹۴۲م کال پر همدې ورځ ۲۶ هیوادونو د ملګرو ملتونو اعلامیه لاسلیک کړه.
د ۱۹۵۶م کال په نن ورځ سوډان د دموکراتیک جمهوریت اعلان وکړ.
د ۱۹۸۶م کال همدِغه ورځ پورتګال په رسمي توګه په اروپایي ټولنه کې شامل شو.
د ۱۹۹۷م کال د جنوري د میاشتې په لمړی نیټه د ترکیي پوځونه شمالي عراق ته ورننوتل او ۷۲ تنه کورد بلیتون غوښتونکي یې ووژل.
د ۱۹۹۹م کال پر نن ورځ د اروپایي ټولنې ۱۱ هیوادونو یورو د خپلې ګډې پیسې په توګه ومنله.
د ۲۰۰۷م کال پر همدغه ورځ بان کي مون د ملګرو ملتونو د اتم عمومي منشي په توګه وټاکل شو.
د ۲۰۰۹م کال پر نن ورځ سلواکیا ۱۶ هیواد شو چې یورو یې د خپل پولي واحد په توګه غوره کړه.
د ۲۰۱۰م کال د جنوري د میاشې په لمړی نیټه په پاکستان کې یو ځانمرګي بریدګر چې چاودیدونکي توکې یې په یوه موټر کې ځای پر ځای کړي وو د والي بال سیالې ته ناستو خلکو ته نږدې ځان وچاوه چې په ترڅ کې یې ۷۵ تنه ووژل شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل