نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آبان ۳۰, دوشنبهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۷۸۲م کال پر ننې ورځ لمړنۍ هوایي بالون چې انسانان په کې ول د پاریس د پاسه یې د ۲۵ دقیقو لپاره الوتنه وکړه.
د ۱۸۷۷م کال پر همدې ورځ امریکایي، توماس ایډیسن، د ګرامافون د اختراع اعلان وکړ. (ګرامافون هغه اله چې اواز او موسيقي ثبتوي او بيرته يې اوروي)
د ۱۹۶۲م کال د نومبر د میاشتې په ۲۱ نیټه د چین او هندوستان د پولې په سر چین د ډزبندې په سر موافقه وکړه.
د ۱۹۷۶م کال پر ننې ورځ د سوریي پوځ په وروستي پړاو کې د لبنان اشغال ته د پای ټکی کیښود.
د ۱۹۷۷م کال پر همدې ورځ د اټکلونو له مخې کابو ۳۰۰۰ تنو انسانانو د هندوستان په جنوب ختیځه برخه کې د ګردبادونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ۱۹۸۰م کال پر نن ورځ د امریکا متحده ایالاتو د لاس ویګس په ښار کې په یو مشهور هوټل کې د اور لګیدنې له امله ۸۷ تنه ووژل شول.
د ۱۹۹۱م کال پر همدې ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شوری مصري نژاده، بطروس غالي، د ملګرو ملتونو د نوي عمومي منشي په توګه ونوماوه.
د ۱۹۹۹م کال د نومبر د میاشتې په ۲۱مه نیټه چین په بریالیتوب د فضایي بیړې ازموینه تر سره کړه. په دې کار سره چین د امریکا او روسیې څخه وروسته دریم هیواد شو چې فضا ته یې بیړه واستوله.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل