نن په تاريخ کي
۱۳۹۰ آبان ۱۲, پنجشنبهپه تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:
د ۱۹۰۰م کال د نومبر د مياشتي پر دریمه نیټه په متحده ایالاتو کې د موټرو لومړۍ نندارتون پرانیستل شو.
د ۱۹۰۳م کال پرهمدې ورځ پاناما د کولمبیا څخه خپله آزادې تر لاسه کړه.
د ۱۹۱۸م کال په دغه ورځ پولند د روسېې څڅه خپله آزادې ترلاسه کړه.
د ۱۹۲۸م کال د نومبر د مياشتي په دریمه نیټه ترکېې خپل رسم الخط د عربي څخه رومي ته تبدیل کړ.
د ۱۹۵۷م کال پرهمدې ورځ روسېې د «سپوتنیک دوه» په نوم یوه فضایې پیړۍ فضا ته واستوله. په دغې بیړۍ کې یو سپۍ سپور وو چې د دغې تجربې قرباني شو.
د ۱۹۶۸م کال د نومبر په دریمه نېټه، توفان، سیلاب او شدید باران د ایټالیا په شمال کې د ۱۰۰ کسانو ژوند واخیست.
د ۱۹۹۲م کال پر همدې ورځ بل کلنټن د امریکا په ولسمشري ټاکنو کې بریالۍ شو.
د ۲۰۰۸م کال د نومبر په دریمه نېټه جنرال پرویز مشرف په پاکستان کې اضظراري حالت اعلان کړ.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: عبدالباري حکیم