1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظر: د هند د تابعيت نوی قانون اساسي قانون سره په ټکر کې دی

۱۳۹۸ آذر ۲۲, جمعه

د هند نوی اقدام چې مسلمانان د ژر تابعيت اخيستلو څخه منع کوي، په ښکاره یو توپيري چلن دی. ډېر ژر به د هند اساسي او متنوع بڼه او څېره بدله کړل شي. دغه خبره د دویچه ویله د آسیا څانګې مشره دېباراتي ګُها کوي.

https://p.dw.com/p/3Ujpd
Indien l Protest gegen Einbürgerungsgesetz
انځور: Reuters/A. Abidi

د هند تابعيت د هيواد په اساسي قانون کې ژورې ريښې لري چې پر برابرۍ ټينګار کوي پرته له دې چې سړی په کوم جنس، طبقې، دين، صنف، ټولنې يا ژبې پورې تعلق ولري. اوس تازه منظور شوی د تابعيت د ورکړې د تغير قانون (CAB) برعکس کار کوي. هغه له ټولو دغو اساسي ارزښتونو څخه سرغړونه ده او د «هندوتوا» يا هندوانو د ملت پالنې وزرونه پسې غوړوي [تاثير يې زياتوي] په داسې يوه هيواد کې چې تش په نامه سېکولار بلل کيږي، دا ځکه چې دين او مذهب ته د تابعيت په اخيستلو کې کليدي رول ورکول کيږي. د اساسي قانون خلاف دغه عمل د هند په اساسي قانون کې هغه مقررات هم تر پښو لاندې کوي چې خپلو اتباعو ته د برابرۍ يا مساواتو حق ورکوي، يعنې د قانون په وړاندې برابري او د هند د دولت له خوا له توپيري چلن څخه مخنيوی.
مقننه قوت چې د ۱۹۵۵م کال د تابعيت قانون يې تعديل کړ، هغه ټول شموله، منتوع لرليد يې هم دړې وړې کړ چې هند يې د بريتانيا له استعماري واکمنۍ څخه د خلاصېدو په لار کې هدايت کړی وو. نوی قانون اوس هغو خلکو ته د هند تر تابعيته پورې د رسېدو چټکه لاره پرانيزي چې په بنګله دېش، افغانستان او پاکستان کې تر تعقيب لاندې وي، خو يوازې په هغه صورت کې چې مسلمانان نه وي.
دغسې کسان کېدای شي سکهان، بودايان، جاينان، پارسيان (يعنې زردشتيان)، مسيحيان او هرومرو هندوان هم وي. خو مسلمانان نه، حتی که هغه داسې تر تعقيب لاندې اقليتونه لکه روهينګيايان له ميانمار يا احمديان له پاکستان څخه وي.
 
له مسلمانانو سره تعصب

خو د دې تر شا منطق څه شی دی؟ آيا مسلمانان کم ارزښت لري يا دا چې په دغسې يادو هيوادونو کې هغوی له لږ تاوتريخوالي سره مخامخ دي؟ سړی ويلی شي چې دا لومړنۍ داسې يوه بريالۍ هڅه ده او هغه هم په قانوني توګه چې مسلمانان په هند کې له حفاظت او په هند کې د تابعيت اخيستلو له امکان څخه مستثنا کړل او وايستل شي، چې علت يې بل هيڅ دليل پرته له دين او مذهب څخه نه شي کېدای.
وروسته له هغه چې عمومي ټولټاکنې يې وګټلې، د لومړي وزير نارندرا مودي بهاراتيا جاناتا ګوند (BJP) په ښکاره توګه ويلي دي چې غواړي د مسلمانانو له ټولنې څخه فاصله ونيسي.
آن د هند سترې محکمې په دې وروستيو کې د آيوديا په ښار کې يوه ناندرييزه ساحه د حکومت له خوا چلېدونکي يوه بنسټ ته وسپارله څو د هندو رب النوع رام له پاره هلته يو عبادت ځای جوړ کړي. دغه ناندرييزه ساحه د ۱۶مې پېړۍ د بابري مسجد سيمه ده چې د هندوانو د يوې قهرېدلې ډلې له خوا په ۱۹۹۲م کال کې هواره کړل شوه په دې ادعا چې د دغه جومات تر مخه هلته د رام يو معبد ولاړ وو.
په دغې پرېکړې سره سترې محکمې په اصطلاح دغه خاوره «مشر ورور» ته ورکړه او تحقير شوي «واړه ورور» ته يې وويل چې کوم بل چېرته دې ولوبيږي. 
سره له دې چې د هند د کورنيو چارو وزير، اميت شاه، وايي چې CAB به له وړانديز شوي «ټول هيواد په سطح د اتباعو د راجسترۍ له نافذولو» يا NRC قانون څخه په جلا توګه پلی کيږي، خو زما په نظر دواړه دغه قوانين بايد په عين ډول تعبير کړل شي. کله چې د هند پارلمان CAB منظوروي، نو څه شی به يې مخه ونيسي چې NRC هم تصويب کړي؟ د NRC مقرراتو د هند په شمال لويديځ ايالت آسام کې اوس لا تقريبا دوه ميليونه وګړي د هند له تابعيت څخه مستثنا کړي او ايستلي دي. دغې چارې ښوولې ده چې د خلکو د وېشلو او تابعيت ته له ثبت او راجيسترۍ سره تړاو ورکول څومره بشري ستونزې لري، په داسې يوه هيواد کې چې ډېر خلک پکې بې سواده دي او صحيح کاغذونه او اسناد هم نه لري.
تر تعقيب لاندې کسانو ظلمونه ليدلي دي، کورنۍ يې سره پاشلې دي او د نورو کړاونو تر څنګ بې هيواده وګړي بلل کېدای شي. دغه خبره په مسلمانانو پورې هم صدق کوي. 

دين او مذهب د سياسي هدفونو له پاره

نو ولې په هند کې اختلاف نشته؟ صحيح ده چې لاریونونه او احتجاجونه هم شوي دي. ډېرو منورينو او همداراز عادي خلکو انتقادونه کړي او د احتجاج په توګه کوڅو ته راوتلي دي. خو دغو نيوکو پر قانون جوړونکو تاثير لرلی؟ په ښکاره توګه نه. 
د تابعيت نوی قانون ښيي چې هند له نړيوالو مقرراتو برابرې د پناه يوې پاليسۍ ته اړتيا لري، نه داسې يو قانون چې پر تعصب ولاړ وي او د يوې ايډيالوژۍ له خوا ديکته کيږي او د سياسي موخو له پاره له دين او مذهب څخه ګټه اخلي. د CAB قانون به هرومرو د خلکو تر منځ پراخ وېش او کړاو رامنځ ته کړي، د دې پر ځای چې د خلکو اړتياو ته ځواب ووايي، له غذايي خونديتوب او کارموندنې څخه نيولې د تعصب له مخې د خلکو تر وېشه پورې چې په طبقې، دين/مذهب او جنس پورې اړه لري. له بده مرغه، هغه به اوس په قانون بدليږي ځکه چې د پارلمان دواړو مجلسونو اوس منظور کړی دی. د تعجب خبره دا ده چې هغه د مشرانو په جرګه يا سنا کې چې په هند کې راجيا سبها بلل کيږي، هم منظور شوی وو چېرته چې د BJP ګوند اکثريت نه لري. 
که تغييرات او بدلونونه په دې سرعت سره دوام پيدا کړي، نو ډېر ژر به د هند متنوع اساسي بڼه او څېره بدله کړل شوې وي.       
  
دېباراتي ګُها/ن ص/ن ز

HA Asien | Debarati Guha
د دويچه ويله د آسيا د څانګې مشره، دېباراتي ګُهاانځور: DW/P. Böll