1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نریندرا مودي د سعودي د ولیعهد تود هرکلی وکړ

۱۳۹۷ اسفند ۱, چهارشنبه

د هند او پاکستان تر منځ کړکیچ به د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او هندي مشرانو تر منځ د خبرو اترو په محراق کې ځای ولري. هند د محمد بن سلمان د سفر په ترڅ کې د نورې پانګونې او همکاریو د ژمنو هیله لري.

https://p.dw.com/p/3DiKo
Indien Narendra Modi empfängt Mohammed bin Salman in Neu-Delhi
انځور: Reuters/A. Abidi

عموماً د هند لومړی وزیر د جګپوړو مشرانو د هرکلي له پاره ټیټپوړي چارواکي استوي. خو نریندرا مودي نوي ډهلي ته د محمد بن سلمان په راتګ سره خپله د هغه هرکلي ته ورغلی.

د چهارشبنې په ورځ (۲۰۱۹م کال د فیبروري ۱۹) د هند د بهرنیو چارو وزارت د ولیعهد دوستانه هرکلی په «دوو اړخیزو اړیکو کې د نوي فصل» په توګه عنوان کړی دی.

درې ورځي مخکي بن سلمان په اسلام آباد کې هم له ورته هرکلي سره مخامخ شو. هغه په پاکستان کې د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د پانګونې اعلان وکړ. د چین په گډون دغو درو سره هیوادونو ته سفر د لویدیځ له لوري د سعودي خبریال جمال خاشقجي د قتل، په سعودي عربستان کې د بشري حقونو وضعیت او د یمن په جګړه کې د دغه هیواد د نقش په هکله انتقادونو ته د محمد بن سلمان یو ډول غبرګون ګڼل کیږي.

سعودي عربستان لا تر مخه هند ته د اومو نفتو اصلي صادرونکی هیواد دی او د هند د بهرنیو چارو وزارت تیره اوونۍ ویلي ول چې د انرژۍ ورهاخوا اړیکي پراخیږي څو یو ستراتیژیک شراکت رامنځ ته شي. د دوې اړخیزي سوداګرۍ حجم لا تر مخه ۲۸ میلیارده امریکایي ډالرو ته رسیږي.

هند د خپلو زیربناوو په برخه کې د پانګونې هیله لري، څو بندرونه او لويي لارې جوړي کړی شي. د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا «سوداګري او پانګونه، د ترهګرۍ ضد مبارزې په گډون دفاعي او امنیتي چارې او د بدیل وړ انرژي» ټول هغه موضوعات دي چې د چهارشنبې د ورځې په اجندا کې شاملې دي.

اټکل کیږي چې د سعودي عربستان د آرامکو شرکت له لوري د ۴۴ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت د یوې دستګاه جوړولو پلان په گډون د هند د تیلو د تصفیې په دستګاوو کې د پانګونې پر موضوع به هم بحثونه وشي.

دیپلوماتیک نقش

تیره اوونۍ د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د یوه برید په پایله کې د هند د نیمه پوځيانو د ۴۰ کسانو تر وژل کیدو وروسته د پاکستان او هند تر منځ اړیکي لا پسې خړې پړي شوي دي. هند تور لګوي چې د دغه برید تر شا د پاکستان لاس دی. خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

د سوداګرۍ ورهاخوا د بن سلمان دفتر دې ته اشاره کړې ده چې ولیعهد به د یوه دیپلوماتیک نقش د لوبولو هڅه وکړي، څو د اتومي قدرت لرونکو دغو ګاونډیو هیوادونو تر منځ ترینګلتیا راکمه شي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر، د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې ویلي ول: «زموږ هدف دا دی چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د ترینګلتیا د راکمولو هڅه وکړو او وګورو چې آیا په سوله ایز ډول د اختلافاتو د حلولو له پاره کوم امکان شته.»

په پام کې ده چې بن سلمان د چهارشنبې په ماښام چین ته سفر وکړي.