1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نتانیاهو: حزب الله له اور سره لوبی کوي

۱۳۹۹ مرداد ۷, سه‌شنبه

اسرائیل ویلي دي چې پوځ یي په سرحدي سیمه کې د حزب الله ډلې له خوا د مداخلې هڅه ناکامه کړې ده. خو حزب الله بیا د اسرائیل دغه تور په بشپړ ډول رد کړی دی. 

https://p.dw.com/p/3g404
Proteste im Libanon
انځور: Reuters/A. Taher

د اسرائیلو د پوځ په حواله د دوشنبې په ورځ کله چې د حزب الله ډلې یو شمیر وسله والو کسانو د ګولان په لوړو کې د اوربند له کرښې څخه د تیریدو هڅه کوله، نو اسرائیلي پوځ پرې ډزې وکړې.   

دغه نښتې د سوریي سرحد ته نږدې د لیبیا د شبعا زراعتي سیمې په کفر شوبا کې رامنځته شوي دي. رویټرز خبري آژانس د یوه عیني شاهد په حواله ویلي دي چې اسرائیلي پوځ په مزارع شبعا سیمه کې ډیرې ډزې کړي دي. د فرانسې خبري آژانس یوه خبریال هم د اسرائیل له خوا د توپونو تر برید وروسته له سیمې څخه د لوخړو پورته کیدل لیدلي.

د اسرائیلو د پوځ په خبره بریدونکي تر ډزو وروسته بیرته خپلو سیمو ته تښتیدلي دي. تر اوسه پورې په دغو بریدونو کې چاته د ځاني تاوان رسیدو په اړه اطلاع نه ده ورکړل شوې.

د سه شنبې په ورځ د لبنان لومړي وزیر حسن دیاب وویل چې اسرائیل پر سرحد له خطرناکو پوځي عملیاتو سره د لبنان خودمختاري تر پښو لاندې کړې ده. نوموړي په یوه بیانیه کې وویل چې په سویلي لبنان کې د مخ پر ډیریدونکي کشمکشونو پر مهال د محتاطه پاتې کیدو ضرورت دی.

د دوشنبې په ورځ د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو خبرداری ورکړی وو چې حزب الله باید دا احساس ولري چې هغه له اور سره لوبی کوي. نوموړي زیاته کړه چې که هغه له خپلو اقداماتو لاس په سر نه شي، نو د پایلو مسئولیت به یې د لبنان او حزب الله پر غاړه وي.

Israel Jerusalem Ministerpräsident Netanjahu bei Kabinettssitzung vor Beginn Gerichtsverfahren
د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهوانځور: Reuters/A. Sultan

پخپله حزب الله د هر ډول مداخلې خبره رد کړې ده او د اسرائیلو ادعا یې اساساً غلطه بللې ده. د لبنان او اسرائیل ترمنځ د اوربند پر آبي کرښه د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونو(یونیفل) پر دواړو خواو د امکان تر حده له زغم څخه د کار اخیستنې غږ کړی دی.

په ظاهره کې اسرائیل د جولای میاشتې پر ۲۰ نیټه د سوریي د پلازمېنې دمشق په اطرافو کې د یوه هوایي برید په ترڅ کې د حزب الله یو غړی علي کمال محسن وژلی وو.

حزب الله اسرائیل ته د غاښ ماتونکي ځواب ګواښ کړی وو، چې تر هغې وروسته تیره اونۍ اسرائیل له لبنان سره په پوله د اوربند پر کرښه اضافي سرتیري و ګومارل.

حزب الله د ایران له ملاتړ څخه برخمن دی او دغه شعیه ډله په سوریي کې د ولسمشر بشارالاسد متحده ده.

اسرائیل او حزب الله یو د بل دښمنان بلل کیږي او په تیرو وختونو کې د دوی ترمنځ خونړي جنګونه شوي دي. د ۲۰۰۶م کال په جګړه کې چې یوه میاشت یي دوام وکړ په لبنان کې ۱۱۹۱ تنو او په اسرائیل کې ۱۶۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز