1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناپيژاندو وسله والو د مزارشریف هوايي ډګر دوه کارکوونکي وژلي

۱۴۰۱ خرداد ۲۳, دوشنبه

ناپيژاندو وسله والو د مزارشريف د هوايي ډګر کارکوونکو پر بس موټر ډزې کړي، دوه کسان وژل شوي او شپږ ټپیان دي. د پاکستان پوځ وايي وسله والو سره په نښته کې ېې یو عسکر وژل شوی او تاجيکستان ويلي د جنایتکارانو دوه مشران ېې وژلي.

https://p.dw.com/p/4Cbop
Bildergalerie Afghanistan Vorbereitungen Nowruz Feier
انځور: DW/N. Asir

په بلخ ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند محمد آصف وزیري د فرانسې خبرې آژانس ته وويل چې دغه بس د يکشنبې په ورځ د مزارشريف هوايي ډګر پر لور روان وو چې د دوو ناپيژاندو وسله والو له کمين سره مخ شو.

وزيري زیاته کړه: «موټر هغه وخت تر حملې لاندې راغی کله چې تخنيکي ټيم هوايي ډګر ته پر لاره وو.» دا چې دغه پښې په څو بجو شوې، په رپوټ کې نه دي ويل شوي.

د يکشنبې په ورځ د دغې پيښې تر څنګ په کندز، بدخشان، کنړ او کندهار ولایتونو کې هم چاودنې شوې وې.

دغه آژانس وايي چې د مزارشریف ښار پيښې په ګډون په دغو پيښو کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۹نور ټپيان دي. زياته شوې چې په دغو حملو او چاودنو کې تر ډيره د طالبانو وسایط په نښه کړل شوي دي.

پاکستان

هاخوا د ګاونډي هيواد پاکستان پوځ وايي چې په شمالي وزیرستان کې د دوی يو سرتیری له وسله والو سره په نښته کې وژل شوی دی. د پوځ په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه نښته د يکشنبې په ورځ په دتتاخیلو سيمه کې شوې، او دوی د تښتيدلو وسله والو د موندلو په موخه هلته چاڼيز عملیات پيل کړي دي.

تاجیکستان

د يو بل خبر له مخې تاجیکستان د يکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د عملیات پر مهال دوه د «جنایتکارانو رهبران» وژل شوي دي. د فرانسې خبري آژانس ليکي چې دغه کسان د افغانستان او چین سره په ېوه سرحدي علاقه کې وژل شوي دي.

د تاجيکستان حکومتي آژانس له قوله ويل شوي دي چې دغو دوو کسانو «وسله وال مقاومت وکړ» چې په ترڅ کې ېې له لاسي بمونو او وسلو استفاده وکړه، خو د امنيتي ځواکونو له خوا «له منځه وې وړل شول.»

وژل شوي کسان د خرسند مزوروف او زویر رجبوف په نوم ښودل شوي چې دوی د ېوې غیر رسمې ډلې د مشرانو څخه دي. خاور زیاته کړې چې دغه «دوه کسان څو ځله عدلي او قضايي ارګاونو ته احضار کړل شول... خو هغوی هر ځل د چارواکو له لوري د قانوني الزاماتو له رعايت څخه ډډه کړې ده.»

تاجيکستان له چين او افغانستان سره ګډ سرحد لري چې د جګړو پر مهال د حکومتي ځواکونو پر ضد د مقاومت کوونکو د سنګر په توګه پاته شوی دی.

آ/م.ک.ص./ن.ز.