1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په ختیځه اروپا کې پوځي حضور پياوړی کوي

۱۴۰۰ بهمن ۴, دوشنبه

د اوکراين بحران پر سر د لوېديځ او روسيې ترمنځ ترنګلتيا مخ پر زياتېدو ده. د ناټو ځينو غړيو هيوادونو په دې منځ کې لتوانيا او بلغاريه ته جنګي بيړۍ او الوتکې استوي. امریکا هم د پوځيانو پر ليږدولو غور کوي.

https://p.dw.com/p/4612c
Belgien I Nato-Hauptquartiers in Brüssel
انځور: Benoit Doppagne/dpa/picture alliance

ناټو تائيد کړې ده چې امریکا متحده ايالات د ختيځې اروپا په متحدو هيوادونو کې د ځواکونو د شمير پر زياتولو غور کوي. دغه سازمان ويلي دي: «امریکا واضح کړې ده چې په ختيځ کې د [ناټو] ائتلاف په غړيو هيوادونو کې خپل پوځي حضور پياوړی کړي.»

پر دې سربیره ناټو دې ته هم اشاره کړې ده چې نور متحدين هم له روسیې سره پر ترنګلتياو او د اوکراين پر پوله د عسکرو د ځای پر ځای کولو په اړه غبرګون ښيي.

هسپانيا د بلغاريا ملاتړ کوي

ناټو په ثابت ډول د ډنمارک، هسپانيا او هالند نومونه واخيستل. د معلوماتو په حواله ډنمارک بالتيک سمندر ته يوه جنګي بېړۍ او څلور اف – ۱۶ جنګي الوتکې لتوانيا ته استولي دي. هسپانيا هم د ناټو د سمندري ځواکونو له پاره کښتۍ چمتو کړي دي او بلغاريا ته یې د جنګي جټ الوتکو د ليږدولو خبره کړې ده.

زياته شوې ده چې فرانسې هم چمتووالی ښوولی دی چې د ناټو په چوکاټ کې به رومانيا ته عسکر وليږي. د ناټو په حواله هالند لا په اپريل مياشت کې دوه اف- ۳۵  جنګي الوتکې بلغاريا ته استولي او يوه بيړۍ او د ناټو ځواکونو »اين آر اف« له پاره یې د ځمکنیو ځواکونو يوه قطعه د تيارسۍ په حالت کې راوستلې ده.

Irak |  U.S. Air Force F-16 Kampfflugzeug
دنمارک يوه جنګي بيړۍ او څلور اف- ۱۶ الوتکې لتوانيا ته استولي ديانځور: Ssgt. Trevor T. Mcbride/U.S. Air/ZUMA Wire/imago images

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ د دې هرکلی کړی دی چې د ائتلاف ملګري یې اضافي ځواکونه په اختیار کې ورکوي. نوموړي وويل: «موږ به تل زموږ د امنيتي چاپيريال پر خرابيدو غبرګون ښييو، د ډله ایزې دفاع د پياوړي کولو له لارې هم.»

نوموړي وويل چې ائتلاف به په راتلونکي کې هم د خپلو متحدينو د ساتنې او دفاع له پاره اړين تدابير ولري، د ائتلاف د ختيځې برخې د قوي کولو له لارې هم.

آیا روسيه يوازې ويره خپروي؟

د «نيويارک ټايمز» د یوه رپوټ په حواله د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن بالتيک هيوادونو او په ختيځه اروپا کې د ناټو متحدينو ته د څو زرو عسکرو او همدا راز د جنګي بيړيو پر ليږد غور کوي. په رپوټ کې ويل شوي چې په دې انتخابونو کې ختيځې اروپا ته د ۱۰۰۰ تر ۵۰۰۰ پورې عسکرو د ليږد انتخاب هم شامل دی، له دې امکان سره چې د وضعيت په خرابيدو یې شمير لس چنده لوړ شي. زياته شوې چې په همدې اونۍ کې د عسکرو د ليږدولو انتظار کیږي.

Belgien | Treffen Außenministerin Annalena Baerbock mit Jean Asselborn in Brüssel
د آلمان د بهرنیو چارو وزیره انالېنا بېربوک په بروکسل کې د لوزامبورګ د بهرنیو چارو له وزير سرهانځور: Thomas Imo/photothek/picture alliance

د اوکراين سرحد ته څېرمه د روسي عسکرو د زيات شمير د ځای پر ځای کولو له کبله لوېديځ ته دا ويره پيدا شوې چې ښايي روسيه دغه ګاونډي هېواد ته د ننوتلو پلان ولري.

د روسیې څرګند هدف دا دی چې ناټو په ختيځ کې خپله لمنه نوره پراخه نه کړي او د دغه ائتلاف له ختيځو هيوادونو څخه خپل عسکر وباسي. ناټو او همدا راز اروپايي ټولنه هم دغه غوښتنه ردوي.

آلمان له اوکراين څخه د سفارت پرسونل نه باسي

آلمان په دې منځ کې يو ځل بيا ټینګار کړی دی چې اوسمهال له اوکراين څخه خپل د سفارت کارکوونکي نه را باسي. د آلمان د بهرنیو چارو وزيرې انالينا بېربوک د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو د بهرنیو چارو له وزيرانو سره د يوې غونډې په څنډه کې وويل: «د [سفارت] کارکوونکو امنيت زموږ لومړيتوب دی. خو دلته دا خبره هم مهمه ده چې موږ بايد د وضعيت د لا غير مطمئنيدو ته زمینه برابره نه کړو، بلکې موخه مو دا ده چې د اوکراين حکومت په ښکاره توګه ملاتړ کړو او په تېره بيا د هېواد ثبات تضمين وي.»

نوموړې وويل چې وضعيت په پرله پسې توګه څارل کيږي.

ب. ص/ ن. ز (afp, ap, dpa)