1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو هم د افغانستان د جگړې د خصوصي کولو مخالفت کوي

۱۳۹۷ مهر ۱۷, سه‌شنبه

له څه مودې راهیسې په افغانستان کې د جګړې د خصوصي کولو بحثونه یو ځل بیا تاوده شوي دي. افغان دولت له هغې سره خپل مخالفت ښوولی دی. په همدې تړاو په کابل کې د ناټو د «قاطع ماموریت» له ویاند کنوت پیترز سره مرکه دلته لوستلی شئ.

https://p.dw.com/p/36EXk
Afghanistan Bundeswehr Feldlager in Kundus
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د امريکا محتده ايالاتو او متحدینو له خوا يې په افغانستان کې د تروریزم ضد جگړې په ترڅ کې د نظامي عملیاتو ۱۷ کاله وروسته هم طالبان چې د القاعدې د مشر بن لادن ملاتړ يې کاوه، د پرمختگ په حال کې دي. آیا سره له دې هم سړی کولای شي چې د ناټو د ماموریت له بریالیتوب څخه خبرې وکړي؟ دغې پوښتنی ته د ځواب له پاره دویچه ویله د ناټو د «قاطع ملاتړ ماموریت» له آلماني ویاند ډگروال کنوت پیترز سره مرکه کړې.

دویچه ویله: څرنگه چې تاسي خبر یاست، په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان د جگړې د خصوصي کولو خبرې کیږي، په دې هکله د ناټو دریځ څه دی؟

پیترز: په دې هکله د ناټو او د افغان حکومت دریځ یو دی. موږ دلته د افغانستان د حکومت په بلنه او د ملگرو ملتونو د یوې پریکړې پر بنسټ حضور لرو. د افغانستان حکومت په تیرو ورځو کې په دې هکله په څرگنده توگه خپل دریځ روښانه کړ. داسي یو څه د حکومت له پاره په هیڅ صورت د منلو نه دي، په ناټو کې زموږ له پاره هم دا موضوع اصلاً د بحث وړ نه ده.

دویچه ویله: د پخواني امنیتي شرکت «بلک واټر» رئیس اریک پرینس، په دې نظر دی چی په افغانستان کې د ناټو او امریکا متحده ایالاتو د عملیاتو په خصوصي کولو سره به دغه جگړه ډير ژر پای ته ورسیږي. که چیری فرضاً متحده ایالات د جګړې د خصوصي کولو له پاره تصمیم ونیسي، د ناټو چلند به په دې اړه څه ډول وي؟

پتیرز: زه تاسو ته دومر ویلای شم چې دغې فرضې ته مخکې ځواب وویل شوو او هغه هم منفي ځواب! امریکا متحده ایالاتو هم په دې اړه لا مخکې په ډير وضاحت سره څرگندونه کړې ده. د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې عمومي قوماندان جنرال «ووتل» څو ورځي مخکې په ډير وضاحت سره وویل چې د دغې جگړې خصوصي کول په هیڅ صورت سره مطرح نه دي. په دې سره دا موضوع زموږ له پاره هم په بشپړه توگه د بحث وړ نه ده.

دویچه ویله: د افغانستان جگړه ډيره دوامداره شوه. که چیري بیاهم د ښاغلي اریک پرینس وړاندیز د ولسمشر ترمپ اداره ومني، بیا به څه وشي؟

پیترز: دا وړانیز رد شو. هم د افغانستان حکومت او هم جنرال ووتل رد کړ. تر دې نو نور یو ډير څرگند او ښکاره ځواب نه شته چې تاسو ته ې درکړم.

دویچه ویله: د تیرې یکشنبې په ورځ یعني د اکتوبر مياشتي اومه په افغانستان کې د تروریزم پرضد د امریکا د جگړې کالیزه وه. خو ۱۷کاله وروسته طالبان چې د القاعدې د تروریستي شبکې د مشر ملاتړ يې کاوه، اوس په افغانستان کې بیرته د پرمختگ په حال کې دي. آیا سره له دې هم سړی کولای شي چې د ناټو د ماموریت د بریالیتوب خبره وکړي؟

پیترز: هو! سړی کولای شي چې د بریالیتوب خبره وکړي. زه فکر کوم چې سړی کولای شي په دې اړه د ډيرو بیلگو له مخې دغه بریالیتوب تشریح کړي. زه د لومړي ځل له پاره په ۲۰۰۲م کال کې په افغانستان کې وم. ما هغه وخت ولیدل چې نه یواځې د کابل ښار، بلکي ټول هیواد په یوه کڼدواله بدل شوی وو. په دې موده کې ما د خپل عمر تر یو کال زیات په افغانستان کې تیر کړ. ما ولیدل چې څرنگه له ټولې نړۍ، بیا په خاصه توگه له ایران او پاکستان څخه مهاجرین بیرته خپل هیواد ته ستانه شول، هغه خلک چې په پوره جرأت سره بیرته ستانه شول او ويي غوښتل چې په خپل هیواد کې خپل راتلونکی جوړ کړي او وېي غوښتل چې په څرگنده توگه د زور زیاتیو مخالفت وکړي. دا هغه څه دي چې موږ نن هغې ته رسیدلي یو.

دا هم البته ښکاره ده چې په افغانستان کې امنيتي وضعیت ستونزمن او کړکیچن دی. موږ اوس هم د زور زیاتیو شاهدان یو. خو موږ په څرگنده توگه وایو چې زور زیاتی شخړې نه شي حل کولای. ناټو دلته په همدې وجه حضور لري چې د افغانستان حکومت ته د یو امکان زمینه برابره کړي چې دغې شخړې ته یو سیاسي حل پیدا کړي. په دې برخه کې موږ د افغانستان د پولیسو او وسله وال پوځ په روزلو کې مرسته کوو، څو هغوی ته سلا مشورې ورکړو او روزنه ورکړو.

دویچه ویله: خو په دې موده کې طالبانو د خپل کنترول ساحه پراخه کړې ده او ویل کیږي چې څه د پاسه ۳۰ سلنه د هغوی تر کنترول لاندی ده. تاسو په دې هکله څه ویاست؟

پیترز: څوک چې افغانستان پیژني او ما مخکې یادونه وکړه چې په ۲۰۰۲م کال کې زه دلته د لومړي ځل له پاره راغلم او یوه اوږده موده مې دلته تیره کړه، هغه پوهیږي چې ارقام او شمیرې ډير سخت څه دي چې سړی د هغو له مخې قضاوت وکړي. داسي یو څه په څو ورځو، اونیو او میاشتو کې بدلون مومي. دلته ځیني لیوالې کړۍ شته دي چې له هغو ارقامو څخه خبرې کوې او هغه خپروي چې سړی نه شي کولای هغه بررسي کړي. او بل دا چې ارقام معیار نه شي گڼل کیدای، موږ باور لرو چې د هغو له مخې سړی نه شي کولای په افغانستان کې پرمختگ اندازه کړي. دلته خبره پر شرایطو ده. شرایط د یوه سیاسي توافق له پاره او یوه بیلگه یې راتلونکي پارلماني ټاکني دي. موږ اوس همدې ته ځير یو او موږ خوشبین یو چې دغه لاره د تگ وړ ده.

Oberst Knut Peters
د ناټو د قاطع ماموریت، ویاند کنوت پیترزانځور: NATO-Mission Resolute Support

دویچه ویله: تاسو د بیلگې په توگه د ناټو د ماموریت د بریالیتوب د نښاني په توگه د مهاجرو د بیرته ستنیدو خبره وکړه، خو د ملگرو ملتونو د رپوټونو له مخې په سونو زره افغانان د خراب امنيتي وضعیت له کبله په خپل هیواد کې مهاجر دي؟ آیا دې ته سړی بریالیتوب ویلی شي؟

پیترز: امینتي وضعیت په افغانستان کې ستونزمن دی. ما مخکې په دې هکله یادونه وکړه. سړی نه شي کولای چې له دې څخه انکار وکړي. دا هم روښانه ده چې د دې وضعیت مسئولیت د چا پر غاړه دی. هغه کسان چې له زور زیاتیو څخه کار اخلي د دې وضعیت له پاره مسئول دي. په همدې وجه موږ د افغانستان له حکومت سره مرسته کوو چې د زورزیاتیو دغې لړۍ ته د پای ټکې کیږدي او د یوه سیاسي حل له پاره امکانات پیدا کړي.

دویچه ویله: د افغانستان د رسنیو له مخې کابل ته د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر د وروستي سفر په ترڅ کې افغان لوري ته وړاندیز شوی دی چې هغه سيمي چې اطرافي دي، امنیت ساتل يې ستونزمن دي او هغه دې طالبانو ته پریښودل شي. افغان ځواکونه دې د ولایاتو د مرکزونو د امنیت خوندي ساتلو ته ځير شي. آیا ناټو هم خپل افغان ملگرو ته همدا مشوره ورکوي؟

پیترز: له دې وینا سره زه پیژندگلوي نه لرم. نو له دې امله نه شم کولای چې د هغې ارزونه وکړم.

دویچه ویله: خو حقیقت دا دی چې طالبان په لیرو پرتو اطرافي سیمو ډير کنترول لري او حتی ۳۰ سلنه د هغوی تر واک لاندې ده؟

پیترز: ما مخکې تاسو ته وویل چې ارقام ډير زیات بې ثبات مسایل دي. په همدې وجه زه پر ارقامو نه غواړم تبصره وکړم، ځکه هغه هره ورځ، هر ساعت او هره اونۍ بدلون مومي. هغه څه چې زه تاسو ته ویلای شم، هغه دا دي چې رښتیا هم امنيتي وضعیت په لوړه کچه ستونزمن دی او د افغانستان سرتیري په پوره زړورتیا او لیوالتیا د طالبانو پر ضد مقابله کوي. دا حقیقت دی او په دې برخه کې موږ د افغانستان د حکومت ملاتړ کوو او له دې وروسته هم په پوره هوډ سره.

دویچه ویله: تاسو د ملاتړ خبره وکړه، د اکتوبر مياشتي پر ۲۰ نېټه افغانستان تر څلور کلن ځنډ وروسته پارلماني ټاکني لري. امنیتي وضعیت لکه تاسو چې هم وویل ستونزمن دی، ناټو څرنگه په دې برخه کې له خپلو افغان متحدینو سره مرسته کوي؟

پیترز: دا ټاکني یوازې او یوازې د افغانستان خپله مسئله ده. په دې وجه موږ د ناټو په توگه په دې ټاکنو کې عملا حضور نه لرو. هغه څه چې موږ یې کوو او هغه څه چې له اوږدې مودې راهيسي، نه یوازې له څو میاشتو، بلکي څه د پاسه یو کال راهيسي یې کوو، هغه دا دی چې موږ د افغانستان حکومت، د هغه د کورنیو او دفاع وزارتونو ته د دغو ټاکنو د چمتو کولو په پلان جوړولو کې مشوره ورکوو او ور سره مرسته کوو. دغه ډول مرسته د ټاکنیزو مرکزونو او ساحو له امنیت ساتلو څخه نیولې د ټاکنو د موادو تر چمتو کولو پورې رسیږي. دا په داسې یو ستر هیواد لکه افغانستان کې له لوژستیکی لحاظه یوه ستره ننگونه ده او په دې برخه کې موږ د افغان حکومت ملاتړ کوو.

مرکه: عبدالباري حکیم