1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو ولې روسیې ته خبرداری ورکړی؟

۱۴۰۰ آذر ۶, شنبه

ناټو د اوکراين د سرحد په اوږدو کې د روسي ځواکونو د پر له پسې راغونډېدو له کبله اندېښنه ښودلې او له مسکو يې په ټينګار سره غوښتي دي چې خپل نظر ته بدلون ورکړي.

https://p.dw.com/p/43ZPI
Riga | NATO Generalsekretär Jens Stoltenberg
انځور: NATO

د ناټو سرمنشي، ينس ستولتنبرګ د يوه لومړني رپوټ له مخې د آلمان »وېلټ آم زونتاګ« ورځپاڼې ته ويلي دي چې »زه د روسيې د موخو په هکله اټکل نه شم کولی. خو موږ ليدلي دي چې روسيې پخوا هم د خپلو ګاونډيانو پر ضد له تشدد څخه کار اخيستی دی. له دې کبله دا هسې کوم بې بنسټه ګواښ نه شو بللی.«

روسيې په دې ترڅ کې سږ کال په دويم ځل په زرونو ځواکونه د اوکراين پولې په اوږدو کې سره راټول کړي دي چې پوځي مهمات لکه ټانکونه، توپونه او ډرونونه یا بې پیلوټه الوتکې هم پکې هم شاملې دي. ناټو البته وايي چې بيداره به وي او وضعيت به په دقت سره وڅاري.

د ناټو عمومي سرمنشي ستولتنبرګ وويل چې »موږ به له اوکراين څخه سياسي او عملي ملاتړ ته دوام ورکړو څو دغه هېواد له يوه تهاجم څخه د ځان دفاع وکولی شي.«

د ستولتنبرګ په خبره د ناټو متحدينو په ښکاره توګه ښودلې ده چې د روسيې له خوا هر ډول قهرجن اعمال سختې پايلې درلودلی شي. د ناټو سرمنشي همداراز وويل چې »زه پر روسيې غږ کوم چې ترينګلتيا راکمه او وضعيت آرام کړي. کله چې ترينګلتيا ډېره وي، ديالوګ لا پسې زیات اهميت لري.«