ناروې د افغان مهاجرو د اخراج پروسه ودروله
۱۴۰۰ تیر ۳۰, چهارشنبهد آلمان خبري آژانس له کوپنهاګن څخه ليکي چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د دغه هیواد د مهاجرو چارو د دوو ادارو UDI او UNE چارواکو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغانستان ته يې د ردسوو مهاجرو د اخراج لړۍ په موقتي توګه درولې ده.
په دې حساب د ناروې پولیس به د سپتمبر میاشتې تر ۱۵مې پورې افغانستان ته اخرجیدونکو افغان مهاجرو نوملړ خپور نه کړي.
د ناروې دغه تصمیم به پر هغو مهاجرو خپل اغیز ولري چې په دغه هیواد کې د اقامت اجازه نه لري او یا یې د پناه غوښتنه رد سوې وي.
اسلو دغه تصمیم په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته په کتو سره نیولی دی.
طالبانو د می میاشتې له لومړۍ يا له هغه وخته چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوې، خپلو حملو ته زور ورکړی دی. دغې ډلې په یاده موده کې د ځينو ولسواليو د نيولو ادعا هم کړې ده، خو افغان حکومت بیا پر له پسې له طالبانو څخه د ولسوالیو د بیرته نیولو خبرونه ورکړي دي.