1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میلوني د ایټالیا لمړنی ښځینه صدراعظمه سوه

۱۴۰۱ مهر ۳۰, شنبه

په ایټالیا کي یو ښی اړخی اتحاد د جيورجيا میلوني په رهبرۍ د دغه هیواد د لمړنۍ ښځینه صدراعظمي په توګه لوړه وکړه.

https://p.dw.com/p/4IY1x
Regierungsbildung in Italien - Giorgia Meloni
انځور: Gregorio Borgia/AP/dpa/picture alliance

د ایټالوي وروڼو د حزب څخه دغي ۴۵ کلني سياستوالي په روم کي د جمهوررییس، سرجیو ماتریلا په مخکي پرون جمعه( د اکتوبر میاشتي ۲۱ مه) سوګند یاد کړ او خپله کابینه یې معرفي کړه. د هغي سره په ښی اړخي اتحاد کي د زیربنايي مسایلو د وزیر په مشرۍ د ماتیو سالویني د ليگا او پخواني صدراعظم، سیلویو برلوسکوني د فورڅا ایټالیا حزبونه شامل دي. خو برلوسکوني پخپله په کابینه کي ندی شامل، بلکي په سنأ کي عضویت لري. 
د میلوني د کابینې وزیران باید مګر په راتلونکې هفته کي د پارلمان د دواړو مجلسونو د اعتماد رايي واخلي.