1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل چین ته خپل رسمي سفر پیل کړ

۱۳۹۸ شهریور ۱۵, جمعه

ایا دا به د صدراعظمي انګلا ميرکل له پاره چین ته یو اسانه سفر وي؟ په حقیقت کي نه. هغه اړ ده چې حساسو پوښتنو ته سم ځوابونه پیدا کړي ځکه سفر یې د هانکانګ د شخړې تر سیوري لاندي ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/3PAQf
China: Bundeskanzlerin Merkel in Peking
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان صدراعظمه انګلا ميرکل د چین پلازمینه پیکینگ ته د خبرو له پاره رسیدلې ده. هلته یې د صدراعظم لي کي کیانگ، له خوا له پوځي مراسمو سره هرکلی وسو. میرکل به د جمعې په ورځ ناوخته د ډوډۍ پر وخت له جمهور رييس شي جین پینگ، سره هم وویني.

یوولس تړونونه لاسلیک شوي

له ميرکل سره په دې سفر کي د مهمو آلماني شرکتونو او اقتصادي بنسټونو یو پلاوی هم مل دی چي په پیکینگ کي یې ټول ټال یوولس تړونونه لاسلیک کړل. دغه تړونونه د فضايی تکنالوژي، کښتیو صنعت، انرژي، بریښنایي موټرو، تمویل، بیمو، کثافاتو پروسس او په نورو برخو کي دي.

له بلي خوا د آلمان خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چي د میرکل د سفر په پیل کي په پیکینگ کي د آلماني ژورنالستانو پر سر جنجال رامنځته سوی دی. د رپوټ په حواله، چین دغو ژورنالستانو ته د میرکل او لي کي کیانگ، گډ مطبوعاتي کنفرانس ته د ننوتو اجازه نه وه ورکړې. چینايي اړخ ویلي وو چي په دغه کنفرانس کي یوازي د میرکل له پلاوي سره مل ژورنالستانو ته اجازه ورکړل کیده.

»یوې پوښتنی ته اجازه سته«

خو تر احتجاجونو وروسته چینايي اړخ بالاخره څلورو ژورنالستانو ته په کنفرانس کي د برخي اخیستو اجازه ورکړه. خو هغوی ته یوازې د یوې پوښتنې اجازه ورکړل سوه. اټکل کیږي، چي دا کار به چین په دې خاطر کړی وي چي د ډیرو انتقادي پوښتنو مخنیوی وکړي.

په همدې حال کي میرکل د چین او امريکا متحده ايالاتو تر منځ د سوداګري شخړي د ژر تر ژره حلیدو هیله څرګند کړه. خو پیکینگ ته به د میرکل سفر نه یوازي د امریکا او چین د تجارتي کشمکشو، بلکه د هانکانگ د نارامیو تر سیوري لاندي هم راسي.

China: Bundeskanzlerin Merkel in Peking
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

اپوزیسون او د بشري حقوقو سازمانونو له میرکل څخه غوښتي دي چي چین ته د خپل سفر پر مهال د هانکانگ د کشمکشونو په هکله ښکاره دریځ  خپل کړي. خو جالبه دا ده، چي له دې سره د مل اقتصادي پلاوي یو شمیر غړو هم د دې موضوع په اړه انتقادي څرګندونې کړي دي. المانۍ «بیلډ» ورځپاڼي په پلاوي کي د شامل «دویچه بانک» د یوه ویاند په حواله لیکلي دي: «موږ د هانکانګ د وضعیت په اړه ډیر اندیښمن یو. موږ په چین او هانکانگ کي د ټولو ښکیلو اړخونو څخه غواړو چي دغه بحران په سوله ایز ډول سره پای ته ورسوي.»

د دې دمخه د هانکانگ د دیموکراسۍغورځنگ یو فعال یوشووا ونگ، له اقتصادي پلاوي څخه غوښتي ول چي له چین سره یې په شخړه کي مداخله وکړي. د چین صدراعظم لي کي کیانگ بیا ویلي دي چي د هانکانگ بحران به «د قانون په چوکاټ» کي خاتمه پیدا کړي، خو دا چي هغه به څه ډول وي، معلومه نه ده.

زموږ د آرشیف څه یو انځوریز البوم:( 28.12.2016)