1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل د اروپایې پوځ او امنیت شورا غوښتنه وکړه

۱۳۹۷ آبان ۲۳, چهارشنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د اروپا په پارلمان کې د وینا پر مهال د اروپایې پوځ د رامنځته کولو مفکورې ملاتړ وکړ. میرکل همدارنګه پر اروپايانو د لا زیاتو پناه غوښتونکو د منلو غوښتنه هم وکړه.

https://p.dw.com/p/38DVb
Frankreich Strassburg - Angela Merkel im Europaparlament
انځور: Reuters/V. Kessler

د آلمان صدراعظمې اروپایې پارلمان ته د خپلې وینا پر مهال د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون، د مفکورې ملاتړ وکړ او د یوه واقعي اروپایې پوځ د رامنځته کولو غوښتنه یې وکړه. میرکل د سه شنې په ورځ (د نومبر میاشتې ۱۳) ټینګار وکړ چې دا ډول پوځ له ناټو سره توپیر نه لري او روښانه یې کړه چې که اروپا یو واحد پوځ او د وسلو واحد سیستم ولري، کولی شي په ل ازیات قوت سره په ناټو کې حضور ولري.

میرکل په دې باور ده چې یو ګډ اروپایې پوځ به د دې سبب شي چې په اروپا کې کومه تازه جګړه رامنځته نه شي.

میرکل وویل: «موږ باید پر دې کار وکړو چې یوه ورځ وتوانیږو یو واقعي اروپایې پوځ رامنځته کړو. هغه چې جان کلاود یونکر لا څلور کاله مخکې ویلي وو چې یو ګډ اورپایې پوځ به نړۍ ته وښيي چې د اروپایې هیوادونو تر منځ به بیا هیڅکله هم جګړه رامنځته نه شي. او دا د ناتو ضد کوم پوځ نه دی، زه له تاسې هیله کوم! بلکې دا کیدای شي د ناتو یو ښه تکميلونکی ووسي. هیڅ څوک نه غواړي دا کلاسیکې اړيکې تر پوښتنې لاندې راولي.»

تر میرکل مخکې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون، مخ پر ډیریدونکو خطرونو ته په اشارې سره د یوه داسې پوځ د جوړیدو غوښتنه کړې وه. نوموړي په دې برخه کې د روسیې له لورې خطر، سایبري نفوذ او بریدونو، په ټاکنیز بهیرونو کې بهرنۍ لاسوهنې او له روسیې سره د ۱۹۸۷ کال له توغندیز تړون څخه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د وتلو پریکړې ته اشاره کړې وه.

ترمپ په یو تویتري پيغام کې پر امانویل ماکرون لفظي برید کړې وو او د هغه د اروپایې پوځ د جوړولو مفکوره یې «ډیر توهین امیزه» بللې وه. د ترمپ په باور که امریکایان نه وای، نو نن به فرانسویانو په آلماني ژبه خبرې کولی.

د ملي امنیت شورا او پناه غوښتونکي

انګلا میرکل اروپایې پارلمان ته د خپلې وینا پر مهال یو وار بیا هر څومره ژر چې ممکن وي د اروپا د امنیت عالي شورا د رامنځته کولو غوښتنه وکړه، ځکه د هغې په خبره اروپا نور نه غواړي چې د نورو پر ملاتړ حساب وکړي. میرکل وویل چې په استثنایې شرایطو کې پر وخت تصميم نیول به د دې شورا یو له مهمو دندو څخه وي.

د آلمان صدراعظمې همدارنګه د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو د خپلمنځي پيوستون د اهمیت په لړ کې د دغې اتحادیې د غړو هیوادونو د پناه غوښتونې سیاست ته اشاره وکړه. نوموړې وویل چې غړي هیوادونه باید خپل د مهاجرت سیاست تر پخوا لا ډیر همغږی کړي.

میرکل د دیموکراتانو د استازو د پرله پسې چکچکو او د پوپولیستانو د اعتراضونو په منځ کې ټینګار وکړ چې د سوریې ګاونډیو هیوادونو له شپږو څخه تر اوو میلیونه پناه غوښتونکو ته ځای ورکړی دی، خو اروپا له خپل ۵۰۰ میلیونه نفوس سره زیات نه زیات یو میلیون او ۵۰۰ زره پناه غوښتونکي منلي دي.